ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي : د هوایي ملاتړ د نشتوالي له امله ځینې سیمې د طالبانو لاسته ولوېدې

د اروزګان والي : د هوایي ملاتړ د نشتوالي له امله ځینې سیمې د طالبانو لاسته ولوېدې

author avatar
21 Jun 2021 - 18:23
د اروزګان والي : د هوایي ملاتړ د نشتوالي له امله ځینې سیمې د طالبانو لاسته ولوېدې
author avatar
21 Jun 2021 - 18:23

ترینکوټ (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د اروزګان والي وایي، په دغه ولایت کې پر وخت ولسوالیو او نظامي قرارګاوو ته د هوایي ملاتړ نه رسېدو له امله ولسوالۍ طالبانو ونیولې.

والي محمد عمر شېرزاد دغه څرګندونې نن ولایت مقام کې د سولې او اوربند تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته وکړې.

هغه زیاته کړه، اروزګان کې د اړتیا وړ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه شته او د دښمن ځپلو لپاره مورال هم لري، خو په دې وروستیو کې یوه ستونزه چې امنیتي تشه یې رامنځته ته کړه، هغه د جګړې پرمهال د هوایي ملاتړ نه درلودل وو.

د اروزګان والي وایي، طالبانو دغه ولایت کې یوه سیمه هم د جګړې له لارې نه ده نیولې او نه هم دغه ډله دومره قدرت لري.

والي یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

شېرزاد وایي، د طالبانو وروستي بریدونه لنډ مهاله دي او بریا د افغان ځواکونو په برخه ده، وسله والو طالبانو له نړیوالې ټولنې سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د جګړې کمښت ژمنې کړې وې، خو پر خپله ژمنه ونه درېدل.

په دې غونډه کې خلکو هم یوځل بیا پر طالب ډلې غږ وکړ چې له روان تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند وکړي.

دیني عالم مولوي حمدالله ابدالي وویل، په افغانستان کې د طالبانو پیل شوې جګړه هیڅ مشروعیت نه لري، ځکه د نړۍ دیني عالمانو افغان جګړه ناروا او ولس ژونه بللې ده.

قومي مخور معلم رحمت الله بیا وویل، کلونه کیږي هېواد کې پیل شوې جګړې زرګونه کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې دي او هرڅه یې له منځه وړي.

د اروزګان اوسېدونکي وایي، د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د جګړې زیاتوالی هېواد ته د بهرنیو ځواکونو بیا را ګرځېدو ته زمینه برابرولای شي.

Views: 255

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.