ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امیر شاه نایب زاده ممنوع الخروج شو او کور یې کلابند دی

امیر شاه نایب زاده ممنوع الخروج شو او کور یې کلابند دی

author avatar
10 Jul 2021 - 15:37
امیر شاه نایب زاده ممنوع الخروج شو او کور یې کلابند دی
author avatar
10 Jul 2021 - 15:37

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نایب زاده په داسې حال کې ممنوع الخروج اعلان کړی چې د ولسمشر لومړي مرستیال نوموړی له طالبانو سره پر همکارۍ تورن کړی او کور یې هم تر کلابندۍ لاندې دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د دې جرګې دارالانشا ته دنده وسپارله چې قضیه وڅېړي څو ولسي جرګه په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یو ویډیويي کليپ کې چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، نایب زاده طالبانو ته د بادغیس ولایت د سپارلو په هڅو تورنوي.

صالح په دغه ویډیويي کليپ کې نایب زاده ته وايي چې کره او مکرر راپورونه ورته رسېدلي چې قوا هڅوي چې طالبانو ته تسلیم شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال په دغه غږیز پیغام کې په تنده لهجه نوموړي ته یو ساعت وخت ورکړ چې له خپل اقدام څخه پېښمانه شي، له دې پرته به نوموړی (نایب زاده) «دوزخ» ته لېږي.

په هغه مکتوب کې چې د چنګاښ په ۱۷مه د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست نوکریوالي له خوا د هېواد هوايي ډګرونو او بندرونو ته لېږل شوی راغلي: ((د صالحه چارواکو د لارښوونې او د هېواد د ملي ګټو د دفاع له مخې د بادغیس د خلکو استازی نایب زاده د ځمکنیو او هوايي لارو نه شي تېرېدلای او محترم صالحه چارواکي دې د جریانونو او اجرااتو څخه خبر شي.))

پژواک پر پرله پسې اړیکو سربېره له نایب زاړه سره په اړیکه بریالی نه شو خو هغه په یوه تصویري کلېپ کې چې د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې یې خپور کړی ویلي چې امرالله صالح ورسره اړیکه نیولې او ده ته یې د توهین ډکې خبرې کړې دي.

د هغه په خبره، ده دوه ځلې بادغیس ولایت د طالبانو له خوا له سقوطه ژغورلی او صالح ترې غوښتي چې تر یوه ساعته باید جګړه بنده کړي.

نوموړي ځان د نظام ملاتړی او مدافع بللی او له امرالله صالح یې غوښتي چې هېچا ته دغه ډول سپکاوی ونه کړي.

نایب زاده د امرالله صالح حرکت ناقانونه بللی او ویلي یې دي چې باید خپل اسناد عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري چې له قانوني لارې له ولسي جرګې سره شریک شي.

نوموړي له ولسمشره د دې موضوع د څېړلو غوښتنه کړې او وايي چې پر ده د لګول شوو تورونو د اثبات په صورت کې حاضر دی چې د بادغیس د خلکو په موجودیت کې اعدام شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شپې له اتو بجو راهیسې د کابل ښار په دارالامان سړک د نایب زاده کور امنیتي ځواکونو کلابند کړی دی.

یو ویډیويي کليپ کې چې پژواک ترلاسه کړی د ولسي جرګې یو غړی هم وايي، د نایب زاده کور له تېرې شپې راهیسې امنیتي ځواکونو کلابند کړی او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د نوموړي کور ته داخل شي.

هغه د ولسي جرګې له اداري پلاوي غوښتي چې معلومه کړي د دې جرګې د یوه غړي کور ولې کلابند شوی دی.

د اساسي قانون به ۱۰۲یمه ماده کې راغلي: ((که د ملي شورا غړی په یوه جرم تورن شي مسوول مامور هغې جرګې ته چې تورن یې غړی دی خبر ورکوي او تورن کس تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راتلای شي. د مشهود جرم په مورد کې مسوول مامور کولای شي تورن کس د هغې جرګې له اجازې پرته چې دی یې غړیتوب لري تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیسي. په دواړو حالاتو کې که عدلي تعقیب د قانون له مخې د توقیف ایجاب وکړي، مسوول ماموری مکلف دی چې له موضوع څخه بې له ځنډه نوموړې جرګې ته خبر ورکړي او تصویب یې ترلاسه کړي. که اتهام د شورا د رخصتۍ پر مهال رامنځته شي د نیولو او توقیف اجازه د اړوند جرګې له اداري پلاوي ترلاسه کېږي او موضوع د نوموړې جرګې لومړنۍ غونډې ته د تصمیم نیولو لپاره وړاندې کېږي.))

د ولسي جرګې نایب منشي حجت الله خردمند په دې اړه پژواک ته وویل، د دې قضیې د څرنګوالي اړوند دقیق معلومات نه لري، خو نایب زاده د دې جرګې له اداري پلاوي سره په تماس کې ویلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال ورته سپکاوی کړی دی.

د خردمند په خبره، د ولسي جرګې اداري پلاوي تېره ورځ ناسته درلوده او د جرګې دارالانشا ته یې دنده ورکړه چې قضیه وڅېړي څو ولسي جرګه په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

Visits: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.