ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سړک جوړونې شرکتونه: د ټولګټو چارو وزارت مو پر وړاندې ستونزې جوړوي

د سړک جوړونې شرکتونه: د ټولګټو چارو وزارت مو پر وړاندې ستونزې جوړوي

author avatar
17 Jul 2021 - 18:29
د سړک جوړونې شرکتونه: د ټولګټو چارو وزارت مو پر وړاندې ستونزې جوړوي
author avatar
17 Jul 2021 - 18:29

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د سړک جوړونې شرکتونو اتحاديه وايي چې د ټولګټو چارو وزارت يې د قراردادونو د وخت د نه تمديدېدو له امله ورته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د يادې اتحاديې مشر محمد ناصر محتسب زاده د چنګاښ په ۲۶مه په کابل کې خبرې غونډې ته وويل چې څو ځلې يې له ټولګټو وزارت سره ياده ستونزه شريکه کړې ده، خو هغوی بيا هم مثبت ځواب ورته نه دی ويلی.

هغه زیاته کړه: “دا چې موږ نه غواړو له خصوصي سکتور سره کار وکړو، نو وزارت دې يادې ستونزې جدي ونيسي او د حل لپاره دې يې يوه لار پيدا کړي.”

محتسب زاده وایي، که چېرې یاد وزارت د پروژو قراردادونه لغوه کوي، نو یو پلاوی دې وټاکي او د شرکتونو کار دې و ارزوي.

د نوموړي په وینا، اوس د ژمي موسم راتلونکی دی او که کارونه همداسې نيمګړي پاتي شي، نو له لوی زيان سره به مخ شي.

دغه راز د اتحاديې بل غړي ډاکتر عبدالله فيضي وويل چې د ټولګټو وزارت شرکتونو ته يو شمېر ستونزې جوړې کړې چې له امله يې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.

ده زیاته کړه، لومړۍ ستونزه يې دا ده چې د تدارکاتو ملي اداره د پروژو د کار وخت له اوو مياشتو راهیسې نه دی تمديد کړی.

د هغه په وینا، د ټولګټو چارو وزارت له درېيو څخه تر اتو مياشتو بېلونه ځنډولي چې له امله يې د دوی کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.

فیضي وایي، بله عمده ستونزه يې د امنيت نه شتون دی چې دوی نه شي کولی خپلې پروژې پر مخ بوځي.

ده زیاته کړه: “يوه ستونزه د شل زرم (۲۰۰۰۰) کوډ بندېدل دي چې په دې وروستيو کې د ډېرو پروژو د کار ډېرې حوالې بندې شوي.”

هغه وویل چې د دوی شرکتونو د استملاک ستونزې هم لري، د دې ستونزې له امله د پروژو وخت له يو کال څخه تر درېيو کلونو اوږد کړ چې له امله ياد شرکتونه زيانمن شول.

د نوموړي په وینا، بله ستونزه د ډيزاين ده چې دوی ته د ډيری پروژو لپاره داسې ډيزاينونه ورکوي چې هغه د تطبيق وړ نه وي چې له امله يې شرکتونو ته مالي او وخت ضايع کېدو زيانونه ورسېدل.

ده وویل چې په دې وروستيو کې د بهرنيو اسعارو په بدل کې د افغانيو ارزښت کمېدو هم قرارداديانو ته زيان رسولی دی.

دغه راز د اتحاديې يوه بل غړي وويل محمد زمان بلوچ وويل چې دوی د ټولګټو چارو له وزارت څخه د هغو غوښتنو او وړانديزونو په اړه مثبت ځواب غواړي چې له دې مخکې يې ورسره شريک کړي دي.

ده زياته کړه چې د ټولګټو چارو وزارت دې د پروژو د تمديد وخت، د بودجې مشخص کول او د پروژو د پيلېدو يا بندېدو په اړه وروستی تصميم ژر ونيسي.

ده وويل، که چېرې د ۱۴۰۰ مالي کال د زمري تر لسمې نېټې د ټولګټو چارو وزارت ته مثبت ځواب ونه وايه، نو ياده اتحاديه به د ټولګټو چارو وزارت ټولې پروژې ودروي چې مسووليت به يې هم د دوی پر غاړه وي.

دی وايي، که وزارت د دوی ستونزې ور حل نه کړي، په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

خو د ټولګټو وزارت بيا وايي چې ياد وزارت تر اوسه د هېڅ پروژې انوایس نه دی ځنډولی.

د ټولګټو چارو وزارت وياند خليل الرحمن اميد پژواک ته وويل،  اوس مهال د شرکتونو د انوایسونو ستونزې تر بل هر وخت ډېرې هوارې شوې او ټولګټو وزارت د روان مالي کال له پیله تر دې دمه د ۱۳۹۸، – ۱۳۹۹ او همدا رنګه ۱۴۰۰ مالي کال ټول نا اجرا شوي انوایسونه اجرا کړي، خو یوازې وروستي انوایسونه چې د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې وزارت ته راغلي د مالیې وزارت د (۲۰۰۰۰) کوډ د بندېدو له کبله ځنډېدلي.

هغه زياته کړه، د پروژو د وخت غځېدا (تمدید) په اړه د یو شمېر شرکتونو غوښتنې بې ځایه دي ځکه د شرطپاڼې پر اساس ځینې شرکتونه په خپلو چارو کې پاته راغلي چې د وخت د غځېدو پر ځای جریمه پرې راغلې ده.

دی وايي اکثریت انوایسونه تخنیکي ستونزې لري چې د وزارت له خوا پر اړوندو شرکتونو څو، څو ځله اصلاح شوي او له همدې کبله ځينو شرکتونو شکایت کړی خو وزارت به هېڅ کله مفسدو کسانو ته چې د رشوت په مقابل کې د انوایسونو د اجراء کېدو تمه لري اجازه ور نه کړي چې فساد وکړي او غیر قانوني اسناد اجراء شي.

ده زياته کړه، د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د ټولو هغو شرکتونو کړنې ستايي چې له معیارونو، قرارداد او شرطپاڼې سره سم پر مخ ځي او د هېڅ یوه شرکت مشروع غوښتنې بې ځوابه نه پاته کیږي.

Visits: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.