ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدي: امنيتي وضعیت د دولت او خلکو په ګټه د بدلون په حال کې دی

محمدي: امنيتي وضعیت د دولت او خلکو په ګټه د بدلون په حال کې دی

author avatar
20 Jul 2021 - 16:13
محمدي: امنيتي وضعیت د دولت او خلکو په ګټه د بدلون په حال کې دی
author avatar
20 Jul 2021 - 16:13

ګردېز (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې دولتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي او امنيتي وضعیت د دولت او خلکو په ګټه د بدلون په حال کې دی.

د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي، نن د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د سوېل ختيځ ۲۰۳ تندر قول اردو ته ولاړ. دا مهال پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر، خوست او میدان وردګ د دغې قل اردو اړوند ولایتونه دي.

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي په دغه قول اردو کې د محمدي په ګډون جوړه شوې ناسته کې غوښتنه وکړه چې له دې ولايت څخه د ځانګړو ځواکونو او کومانډو تللي کنډکونه بېرته دغه ولایت ته ستانه کړل شي.

ده وویل چې تندر قول اردو بايد خپل هوايي ځواک ولري.

هغه زیاته کړه: “لويې پکتيا په وسله وال پوځ کې تل لويه ونډه لرلې او قربانۍ يې ورکړې. موږ بيا هم د خپل هېواد دفاع ته تيار يو، خو د خپل ولايت او سيمې لپاره خپل حق امکانات غواړو.”

د پکتيا والي ګل نبي احمدزي د طالبانو لاسته د دغه ولایت د نهو لوېدلو ولسوالیو پر بېرته نيولو خبرې وکړې او ويې ويل چې د دې ولايت په ځينو سیمو کې باید د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پوځي عمليات وشي.

احمدزي زياته کړه: “ترورېستان له خپلو بهرنيو ملاتړو سره د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له ځينو لارو په کار اخیستو د کرښې دې غاړې ته رااوړي؛ د دې لارو تړل ضرور دي.”

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې امنيتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي، امنيتي وضعیت د دولت او خلکو په ګټه د بدلون په حال کې دی او په پکتیا کې شته ستونزې به هم له منځه ولاړې شي.

هغه زیاته کړه:”زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې د ستونزو د حل په برخه کې له ټول توان څخه کار اخلو. دا زموږ وطن دی او ساتل يې د دې وطن د هر فرد مسوليت دی. طالب ته هېڅ ډول ملي او ديني مشروعيت او حیثيت نه دی ورپاتې.”

د ده په وینا، د افغانستان وسله وال پوځ خپل ځواک د سولې او ثبات لپاره کاروي او حکومت په دې برخه کې د جدي لارو، چارو پر پلې کولو بوخت دی.

دی وایي:”الله له موږ سره دی. د وسايلو په دنيا کې د بهرنيانو او نړۍ پوره همکارۍ راسره ده، په اکمالاتو کې ستونزه نشته. د هوايي ځواک لپاره هم ځينې هليکوپترې راغلې او نورې هم راځي. موږ د نړۍ په مخ کې د ترورېزم پر وړاندې جنګيږو. ترورېزم، ترورېستان او ملاتړي يې اوس ټولو ته معلوم دي.”

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو نیمو میاشتو کې د دولت وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر کړي او په د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې شاوخوا ۱۸۰ ولسوالۍ نیولي دي.

Visits: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.