ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: وروستيو جګړو او د ولسواليو سقوط اختر خورا پيکه کړی

د پکتيا اوسېدونکي: وروستيو جګړو او د ولسواليو سقوط اختر خورا پيکه کړی

author avatar
20 Jul 2021 - 13:18
د پکتيا اوسېدونکي: وروستيو جګړو او د ولسواليو سقوط اختر خورا پيکه کړی
author avatar
20 Jul 2021 - 13:18

ګردېز (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو اوونيو کې سختو جګړو او د ولسواليو سقوط اختر پيکه او بې خونده کړى دى.

د دوی له ډلې هغه کورنۍ چې د جګړو له امله زيانمنې او د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې، هیڅ احساس نه کوي چې اختر دې وي او نه يې هم د اختر په څېر لمانځلى شي.

د پکتيا د اریوب ولسوالۍ اوسېدونکی حميدالله چې دا مهال په ګردېز ښار کې اوسېږي، پژواک ته وويل چې کورنۍ او خپلوان يې د ځاځي اريوب ولسوالۍ دي او دی ورته سخت اندېښمن دى.

نوموړي وويل، که خپلې ولسوالۍ او سيمې ته ولاړ نه شي، په خبره يې د اختر لمانځلو به هيڅ خونده نه وي.

دی وايي: ((که اریوب ته ولاړ نه شو او په هغه ښکلې سيمه کې اختر ونه لمانځو، اختر يې مه بوله؛ هسې د رخصتي ورځې به وي، تېرې به شي.))

د ګردېز یو اوسېدونکی جمشېد الهام وايي چې د وروستيو څو اوونيو په جګړو کې د امنيتي ځواکونو د سرتېرو پر وژل کېدو سربېره عامو خلکو ته هم زيات زيانونه اوښتي او ډېری کورنۍ يې غمجنې کړې دي.

الهام زياته کړه: ((جنګ داسې ځوانان وخوړل چې ولاکه دې زړه شوی وای چې له خوبه يې راپاڅوې. دنګې ځوانۍ خاورې شوې، نو اختر او نورې خوشالۍ څوک څه کوي؟ کرونا هم د وحشت پنجې خښې کړې دې.))

د زرمت اوسېدونکی محمد هاشم چې د جګړو له امله ګردېز ته راکډه شوی او دلته په يوه چاردېوالۍ کې له ځينو نورو ورته بېځايه شوو کورنيو سره اوسېږي، هم ورته خبره کوي او د روانې جګړې ژر درېدو او دايمي اوربند غوښتنه کوي.

هاشم وويل: ((په ځان پورې حيران يو، ژوند مو په اور کې دی، اختر کې خو خوشحالي وي، نوي کالي او خپل خپلوان وي، دلته هيڅ هم نشته، دربدره يو، حتی خپل کور نه لرو.))

په ګردېز ښار کې هم د تېر په څېر ګڼه ګوڼه او د هټۍ والو په خبره، هغه شان پېر او پلور نشته او عمومي چوپتيا خوره ده.

د خوراکي توکو يو هټۍوال جانداد وايي: ((خلکو به چاکلېتونه، مېوې، نخود، مميز او نور شيان وړل، ډېره سودا به مو کېده، دا زموږ سېزن و، خو اوس اختر داسې دی، لکه هيڅ چې هم نه وي؛ د سوداګانو خونده نشته، خلک پيسې هم نه لري او خپګان هم ډېر دی.))

که څه هم چې د پکتيا چارواکي د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت خبره کړې او ويلي يې دي چې د سقوط شوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره هم پلانونه لري.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.