ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: تښتوونکو سلسله علي خېل شکنجه کړې، شدیده ضربه یې لیدلې او د هډوکو کسر لري

سرچینه: تښتوونکو سلسله علي خېل شکنجه کړې، شدیده ضربه یې لیدلې او د هډوکو کسر لري

author avatar
22 Jul 2021 - 21:00
سرچینه: تښتوونکو سلسله علي خېل شکنجه کړې، شدیده ضربه یې لیدلې او د هډوکو کسر لري
author avatar
22 Jul 2021 - 21:00

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰): پژواک د “سلسلې علي خېل” د تښتولو د څرنګوالي او د هغه پنځوسيز نوټ په اړه معلومات تر لاسه کړي چې تښتوونکو په غالب ګومان د هغې پلار ته پرې ګواښوونکې جمله ليکلې ده.

په پاکستان کې د افغانستان د سفیر لور سلسله علي خېل د تېرې جمعې په ورځ له اسلام اباد څخه په داسې حال کې تښتول شوې وه چې یوه مارکېټ ته د سودا اخیستلو په موخه تللې وه.

یوې باوري حکومتي سرچینې د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې سلسله علي خېل تر غرمې وروسته د اسلام اباد له ایف ۷ ساحې څخه له کوره وځي او له یوې ټکسي څخه بلو ایریا تهذیب هټۍ سره ښکته کيږي.

سرچینې زیاته کړه، هغه له یادې هټۍ څخه د سودا تر اخیستلو وروسته په یوه بله ټکسي کې کور ته د روانېدو هڅه کوي چې یو ناپېژاند کس په زوره ټکسي ته دننه کېږي، کله چې سلسله ټکسي چلوونکي ته شکایت کوي، درېیم کس پر سلسلې لاس پورته کوي او وهي یې.

یادې سرچینې وویل: ” دغه کس سلسلې ته وایي چې پلار دې کمونیست دی، هغه هم نه پرېږدو. ”

سلسله له شکنجې او سختې ضربې وروسته بې هوښه کيږي او نوره پر ځان نه پوهیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سلسله د غرمې له یوې نیمې د مازیګر تر شپږو بجو بې هوښه کېږي او کله چې په هوش راځي، په داسې حال کې چې لاسونه او پېښې یې تړل شوي او جامې یې شلېدلې وې، ورسره خوا کې زاړه بوټونه او یو څادر چې په یوه څنډه کې یې د کلدارو پنځوسیز نوټ غوټه و، ایښودل شوی و.

پر دې نوټ لیکل شوي: “دا ځل ستا نوبت دی.”
داسې ښکاري چې دغه ګواښ د سلسلې پلار نجیب الله علي خېل ته چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر دی, شوی.

سرچینه وایي، سلسله دغه بوټونه پر پښو کوي او پر ټکري ځان پټوي او هلته له یوه لاروي څخه د ځای پوښتنه کوي، هغه ورته وایي چې دا د ایف ۷ ساحه ده، خو هلته نه کورونه وو، نه دوکانونه.
سلسله بیا د کورنۍ کوم غړي ته زنګ وهي او هغه راځي کور ته یې بیایي.

سرچینه وایي، د سلسلې د لاسونو او پښو په ځینو برخو کې درزونه رامنځته شوي، هډوکو يې کسر کړی چې اوس تر درملنې لاندې ده.

تر یادې پېښې وروسته د افغانستان حکومت او افغانانو سخت غبرګونونه وښودل چې په پایله کې یې د افغانستان حکومت سفیر علي خېل او نور دیپلوماټان کابل ته وغوښتل.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دا یوه ډرامه بللې او ادعا یې کړې چې په لویه کچه د پاکستان پر ضد دسیسه ه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شیخ رشید څرګندونې مغرضانه بللې او په کلکه يې رد کړې دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تر پلټنو مخکې دغه ډول څرګندونې څېړنې زیانمنوي.

Visits: 11816

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.