ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: په لوګر کې ١٠ حکومتي سرتېري وژل شوي

سرچينه: په لوګر کې ١٠ حکومتي سرتېري وژل شوي

author avatar
5 Aug 2021 - 14:02
سرچينه: په لوګر کې ١٠ حکومتي سرتېري وژل شوي
author avatar
5 Aug 2021 - 14:02

پل علم (پژواک، ١٤ زمرى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې د لوګر په مرکز پل علم کې د طالبانو د بريد له مله ١٠ سرتېري وژل شوي دي.

په لوګر کې يوې امنيتي سرچينې د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د مير ابدل غره پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٠ حکومتي سرتېري وژل شوي او پوسته يې طالبانو نيولې ده.

ده زياته کړه چې له يادې پوستې څخه ١٠ ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله پيکا، يو قبضه راکټ او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

بل لورته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د لوګر د مير ابدل غره پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې ١٠ حکومتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د لوګر د درېيو ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى او د مرکز پل علم په ګډون د محمداغې او خوښۍ ولسواليو يو شمېر پوستې يې هم نيولې دي.

Views: 414

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.