ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د کلیو پراختیا رییس او کارکوونکو ترمنځ يې فزیکي شخړه شوې

د لوګر د کلیو پراختیا رییس او کارکوونکو ترمنځ يې فزیکي شخړه شوې

author avatar
9 Aug 2021 - 16:23
د لوګر د کلیو پراختیا رییس او کارکوونکو ترمنځ يې فزیکي شخړه شوې
author avatar
9 Aug 2021 - 16:23

پل علم (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰): د لوګر د کلیو د بیاغونې او پراختیا ریاست یو شمېر کارکوونکي وايي چې د دغه رياست رييس له ځينو کارکوونکو سره شخړه کړې او پر يوه کارکوونکي يې ډزې هم کړې دي.

د لوګر کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون انجنیر عبدالخلیل رحماني پژواک ته وویل چې د دغه رياست رييس عاشق الله اخلاصیار ډېرى وخت مامورينو ته ستونزې جوړوې او سپکې سپورې ورته وایي.

نوموړى وایي: ((تېره ورځ رييس بيا موږ ته کنځلې وکړې نو موږ مجبور شولو چې د نوموړي د دغه کار پر وړاندې عکس العمل وښيو، ريیس په قهر شو له ځينو کسانو سره یې لفظي او فزيکي شخړه وکړه او وروسته يې بيا ډزې هم وکړې.))

دى زياتوي: ((په شخړه کې زما لاس ماته شو خو وروسته بيا پوليس راغلل او جنګ يې خلاص کړ.))

د همدې رياست يو بل کارکوونکي هم د نوم له خپرولو پرته پژواک ته وويل چې رييس پر کارکوونکو ډزې کړي او فزيکي شخړه هم شوې ده.

خو د لوګر د کليو د بیاغونې او پراختيا رييس عاشق الله اخلاصيار په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

بل لورته د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې د کليو پراختيا رييس او کارکوونکو ترمنځ يې لفظي شخړه شوې، خو رييس نه پر چا ډزې کړي او نه يې هم چاته سپکې سپورې ويلې دي.

خو دى وايي: ((ستونزه پيدا شوې وه، خو ولايت مقام مداخله وکړه او اوس ستونزه هواره ده.))

د يادونې ده چې عاشق الله اخلاصيار څه موده وړاندې له پکتيا ولايت څخه د دويم ځل لپاره لوګر ولايت ته د کليو د بیاغونې او پراختيا د رييس په توګه معرفي شو.

Visits: 244

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.