ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه تر ۱۰سلنې ډېره لوړه شوې

د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه تر ۱۰سلنې ډېره لوړه شوې

author avatar
14 Aug 2021 - 16:34
د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه تر ۱۰سلنې ډېره لوړه شوې
author avatar
14 Aug 2021 - 16:34

کابل (پژواک، ۲۳ زمری۱۴۰۰): د تېرې شنبې پر پرتله نن په کابل ښار کې د اوړو د بیې پر لوړېدو سربېره د غوړو، تور او شین چای بیې لوړې او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت هم تر ۱۰سلنې ډېر لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د زمري ۲۳مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۵۰۰ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۱۶مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰،۷۹ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۰ افغانۍ بدلېدې.

په دغه سرای کې بل صراف احمد شاه وویل چې د نن ماسپښین له یوې بجې وروسته د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې وه؛ خو اوس چې  ۲:۳۰ بجې دي، یو ډالر په ۸۸ افغانۍ بدلېږي.

نوموړي وویل چې د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله خلک اندېښمن دي، خپلې افغانۍ پیسې پر ډالرو اړوي او ځیني نور بیا له هېواده وځي.

د هغه په وینا، د اسعارو په بازار کې د ډالر اخیستو له زیاتوالي سره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی.

په خوراکي توکو کې د اوړو، غوړیو او چای بیې لوړې شوې.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۸۰۰ نه ۲۰۰۰ افغانیو، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي له ۱۹۵۰ څخه ۲۱۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۳۳۰ څخه ۳۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې د عمده پلور بیه ۲۳۸۰ افغانۍ او ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۰۵۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۳۰ افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۱۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۷۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه پر ځای پاتې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سرو زرو بیه ۳۶۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۲۹۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړي یادونه وکړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د سون توکو بیې هم بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن هم لکه تېره شنبې د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۵ افغانۍ او یو لېتر ډیزل په ۵۵ افغانیو پلورل کېږي.

د مایع ګازو بیه هم پر خپل ځای پاتې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.