ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«بېځایه شوو ته د رسېدو لپاره لسګونه امبولانس او سیار ټېمونه ځانګړي شوي»

«بېځایه شوو ته د رسېدو لپاره لسګونه امبولانس او سیار ټېمونه ځانګړي شوي»

author avatar
16 Aug 2021 - 14:04
«بېځایه شوو ته د رسېدو لپاره لسګونه امبولانس او سیار ټېمونه ځانګړي شوي»
author avatar
16 Aug 2021 - 14:04

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): عامې روغتیا وزارت د نا امنۍ له امله په بېځایه شوو کسانو کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې هغوی ته د رسېدنې لپاره یې د کرونا سیار ټېمونه او لسګونه امبولانس، روغتونونو ته د سختو ناروغانو د لېږد لپاره ځانګړي شوي دي.

د یادونې ده، د طالبانو له خوا د ولایتونو له سقوط وروسته ۲۵۰زره کسان له خپلو سیمو د کابل ښار په ګډون امنو سیمو ته بېځایه شوي دي.

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې بېځایه شوي په پارکونو، جوماتونو او واټونو کې له امکاناتو پرته شپې ورځې سبا کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري پژواک ته وویل، په داسې حال کې چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د کمېدو په حال کې دی، خو په هېواد کې د جګړې ډېرېدو له امله لسګونه زره کسان له خپلو سیمو امنو ځایونو ته بېځایه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه تر ۱۵۲زره ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او ۷۰۲۵ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

نظري زیاته کړه: ((بېځایه شوی کسان په بد وضعیت کې دي، که خدای مه کړه د دوی په منځ کې یو کس پر کرونا اخته شي، لسګونه نورو ته انتقالېږي.))

نوموړي وویل، عامې روغتیا وزارت د وضعیت د کنټرول لپاره بشپړ تیاری نیسي.

د هغه په خبره، اوس مهال بېځایه شوو کسانو ته ۵۰ عرادې امبولانس ځانګړي شوي چې شدید ناروغان روغتونونو ته انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه په بېځایه شوو کسانو کې د کرونا ناروغۍ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې، خو د کرونا د ټسټ سیار ټېمونه جوړ شوي او فعالیت کوي.

طاهري دې ته په اشاره چې بې پروايي یو ځل بیا د کرونا ناروغۍ د پراخېدو لامل کېږي، وویل، ټولنیز واټن باید مراعات شي، څو درېیمه څپه ژر تر ژره پای ته ورسېږي، د درېیمې او څلورمې څپې ترمنځ واټن اوږد شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې اوس هم د کرونا ناروغۍ په تړاو اندېښنې موجودې دي، ښاریان، په ځانګړې توګه بېځایه شوي باید د کرونا پر وړاندې وقایوي لارښوونې مراعات کړي چې د دې ناروغۍ د ډېرېدو مخه ونیول شي.

افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبت یا  (ICU)څانګې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي وویل، دی هم په دې اړه اندېښنه لري.

هغه زیاته کړه چې معمولاً بېځایه شوې کورنۍ د کووید ــ۱۹ ترڅنګ د نورو ناروغیو پېښې هم ډېرېږي.

نوموړي په داخلي بېځایه شوو کسانو کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر ګڼي او وویل، د ښاریانو د بېځایه شوو له امله د کرونا ناروغۍ د څلورمې څپې د خپرېدو امکان احساسېږي.

راضیې خانمي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې له پنځه کسیزې کورنۍ سره له کندوز څخه کابل ته بېځایه شوې، پژواک ته وویل: ((موږ همدا اوس د خیرخانې کوتل سیمه کې له لسګونو هغو کورنیو سره ژوند کوو چې له شماله بېځایه شوې دي.))

نوموړې چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره یوه سوداګر ته تللې، وویل: ((په بد وضعیت کې یو، نه حفظ الصحه مراعاتېږي او نه ټولنیز واټن، ټول خلک په ډېره بېچارګۍ شپې ورځې تېروي.))

هغې هېواد کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو ته په اشاره زیاته کړه: ((ډارېږم چې په بېځایه شوو کې د کرونا ناروغان نه وي چې ټول به پرې اخته کړي، که خدای مه کړه په بېځایه شوو کې کرونا خپره شي ټول تباه کېږي.))

په ورته وخت کې د منیراحمد په نوم یو کس چې له میدان وردګو بېځایه شوی او کابل به شهرنو پارک کې په خېمه کې ژوند کوي، هم په بېځایه شوو کسانو کې د کرونا د خپرېدو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي زیاته کړه: ((تېره ورځ زموږ یو ګاونډي ډېر ټوخی او د ستوني درد درلودل، ډېر اندېښمن شوم چې پر کرونا نه وي اخته، خو نن یې روغتیا ښه ده.))

نوموړي وویل، د ناورین د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره باید د بېځایه شوو وضعیت ته توجه وشي.

Visits: 211

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.