ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو د نوي افغان حکومت په رسميت پيژندلو لپاره شرطونه کیښودل

د ناټو د نوي افغان حکومت په رسميت پيژندلو لپاره شرطونه کیښودل

author avatar
20 Aug 2021 - 21:58
د ناټو د نوي افغان حکومت په رسميت پيژندلو لپاره شرطونه کیښودل
author avatar
20 Aug 2021 - 21:58

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۰) : د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلې بیړنۍ غونډه کې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره شرطونه کیښودل.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دا بیړنۍ مجازي غونډه نن د زمري په ۳۰مه، د سرمنشي جینز سټولټنبرګ په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د سازمان د ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

سرمنشي تر یادې غوندې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وروستي حالات په دقیقه توګه وارزولو .

هغه زیاته کړه : ” په افغانستان کې وروستي پيښ شوي حالات د افغانانو لپاره له یوې تراژیدۍ څخه کم نه دي، حالات اوس هم ډیر سخت او په اړه یې هیڅ ډول وړاندوینه نه کیږي. ”

سټولټنبرګ وویل چې ټولو غړو هیوادونو له افغانستان څخه د خپلو کارکوونکو، همکارانو او افغانانو پر ویستلو ټینګار وکړ او دې ته یې لومړیتوب ورکړ.

د ناټو سرمنشي وویل چې دوی د

کابل هوایي ډګر پر فعاله ساتلو ټینګار وکړ او ویل چې د ناټو ۸۰۰ ملکي کارکوونکي هلته خدمات وړاندې کوي.

ده زیاته کړه، چې د نړۍ سترګې اوس افغانستان ته دي، ناټو هیله لري چې طالبان خپلې ژمنې کړي او دا ډاډ  ورکړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر ځالي بدل نه شي.

هغه وایي، د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز له طالبانو وغوښتل چې ټولو افغانانو ته د هغوی حقوق ورکړي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیرانو شپږ ماده ییزه اعلامیه هم خپره کړي چې پکې د افغانستان پر وروستیو حالاتو ژوره اندیښنه ښودل شوې.

په اعلامیه کې راغلي، چې دوی په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو پر راپورونو اندیښمن دي او غوښتنه یې کړې چې په هر ډولو حالاتو کې د نړیوالو بشري حقوقو ته درناوی وشي.

سرچینې زیاته کړې چې ناټو له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ځنډولي. د افغانستان راتلونکی حکومت باید خپل نړیوال مسوولیتونه عملي کدي ، بشري حقوقو ته درناوی ولري په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقوقو، قانون عملي کړي بشري مرستو ته لاسرسی ورکړي او افغانستان باید هیڅکله د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

Visits: 28074

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.