ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې يو شمېر ښځو لاريون وکړ

بلخ کې يو شمېر ښځو لاريون وکړ

author avatar
6 Sep 2021 - 17:33
بلخ کې يو شمېر ښځو لاريون وکړ
author avatar
6 Sep 2021 - 17:33

مزارشريف (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو حقونو يو شمېر فعالانو د يوه لاريون په ترسره کولو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي حکومت او نظام کې دې د دوی ځای او حقونه خوندي شي.

دغه ښځې چې د وږي په ۱۵مه يې په مزارشریف کې د حضرت علي روضې په سوېلي دروازه کې لاريون پيل کړ، وروسته یې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره پای ته ورساوه.

د لاريون کوونکو يوه غړې قدسيه شجاع زاده وايي چې د افغانستان ښځې په راتلونکي نظام کې د خپل ځای او موقف په اړه اندېښمنې دي.

هغې پژواک ته وويل چې ټولشمول حکومت د ښځو له ګډون پرته کومه معنا نه لري.

شجاع زاده وايي: ((طالبان وايي چې همه شمول حکومت جوړوي، موږ وايو چې د ښځو له حضور پرته دا کومه معنا نه لري، زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته بايد د کار، زده کړو، سياسي فعاليت او دولتي ادارو کې د دندې اجازه او حق ورکړل شي.))

د هغې په وينا، نړيواله ټولنه بايد د افغان ښځو د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو په ساتنه کې همکاري وکړي.

د مزارشریف اوسېدونکې شکريه رحيمي چې په دغه لاريون کې يې ګډون کړی و، وايي چې طالبان بايد د افغانستان اوسني واقعيتونه ومني.

هغې وويل چې فردي ازادي بايد سلب نه شي او ښځې بايد مجبورې نه شي چې په کور کېنول شي.

د هغې په وينا، طالبان بايد خپلې ژمنې عملي کړي او د مېرمنو حقونه دې ورکړي.

نوموړې وايي چې د حکومت د رهبرۍ په کچه کې هم بايد ښځو ته ونډه ورکړل شي.

مزارشریف کې د ښځو د حقونو فعالانو د خپل لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې په راتلونکي نظام کې د ښځو پر مشارکت ټينګار شوی و.

په پرېکړه ليک کې همدا راز ويل شوي وو چې افغان ښځې بايد د حکومت د رهبرۍ په کچه د دندې ترسره کولو حق ولري.

په ورته مهال په شمال زون کې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسيون مشر مولوي عبدالقدير حليم رسنيو ته وويل چې دوی ښځو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې د هغوی د حقونو ورکړې ته ژمن دي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر ورانکاري کړۍ غواړي څو افغان مېرمنو ته د هغوی د حقونو په تړاو اندېښنې ور پيدا کړي.

نوموړي وويل: ((موږ به وښايو چې ښځو ته ټول هغه حقونه ورکوو چې اسلام ورکړي، دوی به د اسلامي اصولو مطابق له خپلو ټولو حقونو برخمنې وي، په دې اړه دې تشويش نه کوي.))

مولوي حليم وايي چې افغانې ښځې د نوي نظام او حکومت له جوړېدو وروسته کولای شي خپلې غوښتنې مطرح کړي.

له کابل، هرات او نیمروز ولايتونو وروسته بلخ څلورم ولايت دی چې يو شمېر ښځې په کې د خپلو حقونو خونديتوب په موخه لاريون کوي.

معترضين وايي چې د خپلې حق غوښتنې دغه غږ به د هيواد له نورو ولايتونو څخه هم پورته کړي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.