ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د صالح له کوره ترلاسه شوي ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول

د صالح له کوره ترلاسه شوي ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول

author avatar
14 Sep 2021 - 11:11
د صالح له کوره ترلاسه شوي ډالر د افغانستان بانک ته وسپارل شول
author avatar
14 Sep 2021 - 11:11

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۰): طالبانو تایید کړه چې د مخکني ولسمشر مرستیال امرالله صالح له کوره څه باندې ۶،۳ میلیون ډالر او اتلس د سرو زرو خښتې ترلاسه او د افغانستان بانک ته سپارل شوې دي.

یوه ويډيو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، یو کس په کې وايي: «لس ورځې کېږي موږ راغلي یو، کلي کې ګرځو، دا د امرالله صالح کور دی، دلته چې راغلو  ۱۰۵زره ډالره مو پیدا کړل او هغه مو «والي صاحب» ته ور وړل، نن مو تقریباً ۶۲ لکه ډالر او تقریباً ۱۸ خښتې سره زر پیدا کړل او ان شاءالله خپلو مشرانو ته به یې ور وړو.»

په ویډیو کې ښکاري چې څو کسان د ډالرو بنډلونه او د سرو زرو خښتې شماري او انځورونه یې اخلي.

په ویډیو کې د صالح د کور سیمه نه ده په ګوته شوې، خو له څرګندونو ښکاري چې پنجشېر ولایت دی؛ ځکه چې طالبانو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې پر پنجشېر بریدونه پیل کړل او د وږي په ۱۵مه یې دغه ولایت په بشپړ ډول ونیو.

تېره ورځ ‎‎د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر محمد بلال کریمي وویل چې د ډالرو او سرو زرو په اړه یاد راپور نه شي تاییدولای؛ ځکه چې د هغوی اړوندو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو کریمي نن یاده ویډیو پر خپلې ټويټرپاڼې خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: ‎”د اسلامي امارت مجاهدینو د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په کور کې له شپېته لکو څخه ډېر ډالر او اتلس خښتې سره زر موندلي دي.”

له کریمي سره مو نن بیا یاده موضوع د واټسپ له لارې شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی راکړی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک یوې سرچینې هم وویل چې یادې پیسې او سره زر دغه بانک ته وسپارل شول.

خو یو کس چې نه غواړي نوم یې څرګند شي او ځان په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد د جوړې شوې جبهې غړی بولي، پژواک ته وویل چې د امرالله صالح له کوره د پیسو او سرو زرو ترلاسه کول حقیقت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د کابل د سقوط په ورځ (د زمري ۲۳مه) ناڅاپي هېواد پرېښود او وروسته له هېواده د میلیونونو امریکايي ډالرو لېږدولو تورونه پرې ولګېدل، خو هغه دغه تورونه رد کړي، ویلي یې دي  چې ملګرو ملتونو ته د حساب ورکولو لپاره چمتو دی.

دغه راز د طالبانو یوه غړي ملا شهاب الدین دلاور څه موده مخکې له طلوع ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د ارګ په دوو جلا، جلا برخو کې یو میلیون امریکایي ډالر پراته وو.

Visits: 1848

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.