کابل (پژواک، ٦ تله ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې او درې يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٢٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣٥ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٥١٢٨ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٩ په ننګرهار، ٧-٧ په کندهار او زابل، ٦ په هرات، ٥ په بدخشان او يوه په کندوز ولايتونو ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢٤٣٦٢ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٢٠٤ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٣٣ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٧ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 5
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP