ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٣ کسان مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٣ کسان مړه شوي

author avatar
28 Sep 2021 - 16:34
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٣ کسان مړه شوي
author avatar
28 Sep 2021 - 16:34

کابل (پژواک، ٦ تله ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې او درې يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٢٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٥١٢٨ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٩ په ننګرهار، ٧-٧ په کندهار او زابل، ٦ په هرات، ٥ په بدخشان او يوه په کندوز ولايتونو ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٧٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢٤٣٦٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٢٠٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٣٣ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٧  ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.