کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): د پاکستان ځینې ګوندونه وايي چې پاکستان دې افغانان په خپل حال پرېږدي او د دغه هېواد په چارو کې دې لاسوهنه بنده کړي.
دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د ځینو ګوندونو مشرانو او استازو د کراچۍ په اړټس کونسل کې د افغانستان پر حالاتو جوړ شوي سیمینار ته کړې دي.
مشال راډيو په یوه راپور کې لیکلي چې په یاد کنفرانس کې د پاکستان د پيپلز ګوند مخکښ او د پاکستان د سينټ پخوانی مشر سنېټر رضا رباني، د نيشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخوانی وزير اعلا عبدالملک بلوڅ، د سيند قام پرسته ګوند عوامي تحریک مشر اياز لطيف پليجو او نورو مشران ګډون کړی وو.
راپور کې د پاکستان د سنا مجلس د غړي رضا رباني له قوله راغلي: “پاکستان پخوا هم د افغاستان په اړه غلطې فيصلې کړې وې او اوس هم د افغانستان په اړه د ايسټيبليشمنټ او رياستي ادارو تګلاره سمه نه ده.”
دی وايي، هغه خلک نه پوهیږي چې افغانستان کې د طالبانو په واک خوشحاله دي او د پاکستان د حکومت د ناسمو پرېکړو له امله په بلوچستان او وزیرستان کې حالات خراب شوي دي.
سرچينې د بلوچستان د پخواني وزير اعلا عبدالمالک بلوڅ له قوله ویلي چې د پاکستان حکومت دې په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي او افغانان دې پر خپل حال پرېږدي.
دی وايي: “پاکستان ته په کار ده چې د ګاونډيو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، هغه که افغانستان دی، که ایران دی او که هند دی.”
هغه زیاته کړې، پاکستان د چين لپاره ټول هېوادونه خپه کړي او دا د ده په وینا، ښه نه ده.
سرچينې د سيند قام پرسته ګوند د عوامي تحریک مشر اياز لطيف پليجو له قوله لیکلي چې په افغانستان کې اوس هم حالات پر ځای نه دي او که دا حالات نور هم خراب شي، نو پر پاکستان به یې بد اغېز کېږي.
راپور کاږي، د پاکستان ځینو نورو ګوندونو هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې دا خبره ټولې نړۍ ته په ډاګه ده چې پاکستان د طالبانو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی دی.