ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د کندهار ۷ پخواني نظامي چارواکي خوشي کړل

طالبانو د کندهار ۷ پخواني نظامي چارواکي خوشي کړل

author avatar
14 Nov 2021 - 11:18
طالبانو د کندهار ۷ پخواني نظامي چارواکي خوشي کړل
author avatar
14 Nov 2021 - 11:18

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): طالبانو د کندهار ۷ نظامي چارواکي- چې په تېر حکومت کې یې د دغه ولایت په امنیتي لیکو کې دندې لرلې- خوشي کړي دي.

دغه کسان د طالبانو له خوا د کندهار د سقوط پر مهال نیول شوي وو چې له څه باندې درې میاشتې بند وروسته د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي دي.

په خوشې شوو کسانو کې د کندهار امنیه قوماندان سید شریف سرتیپ، د سپین بولدک امنیه قوماندان سردار خان، د سپین بولدک د پنځم سرحدي کنډک قوماندان ایوب کاکۍ، د سپین بولدک د درېیم سرحدي کنډک قوماندان حاجي محمود اکا، د سپين بولدک د سرحدي ځواکونو د کڅۍ قرارګاه قوماندان عطاالله ماما، د سپین بولدک د لویې لارې قوماندان حاجي صاحب جان او د میوند امنیه قوماندان حاجي لالا شامل دي.

د یادو خوشي شوو پخوانیو چارواکو د کورنیو غړي وايي چې هغوی تېره ورځ مازدیګر ناوخته خوشي شوي دي.

د سپین بولدک د پخواني امنیه قوماندان زوی اسحاق پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو د ده د پلار په ګډون ۷ پخواني لوړپوړي امنیتي چارواکي له څه باندې درې میاشتني بند وروسته خوشي کړي دي.

د ده په خبره، له دغو کسانو سره د بند په موده کې تشدد او کوم بد چلند نه دی شوی.

دی وايي، دغه اووه واړه پخواني امنیتي چارواکي د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي دي او طالبانو ورته ویلي چې د قومي ستونزو له امله دې په دې ولسوالۍ کې ژوند نه کوي.

هغه زیاته کړه، دغه راز طالبانو خوشي شوو کسانو ته ویلي چې له افغانستانه نه شي وتلای، دوی یې امنیت ساتي او تر څار لاندې به یې ژوند کوي.

نوموړي وویل: «یو شمېر مخورو له طالبانو غوښتي چې خوشي شوو کسانو ته د امنیت ساتنې لپاره وسلې ورکړي خو هغوی دا غوښتنه نه ده منلې او او ویلي یې دي چې په دې اړ به په راتلونکي کې تصمیم نیسي.»

د دغه پخواني امنیه قوماندان زوی وايي، امنیتي ګواښونه ډېر دي، په کار ده خوشي شوو کسانو ته د خوندیتوب په موخه څو میله وسلې ورکړل شي.

هغه د یوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د خوشي شوو قوماندانانو له ډلې د څلورو شخصي کورونه طالبانو نیولي او په کې اوسېږي، د دوی غوښتنه دا ده چې دغه کورونه بېرته دوی ته وسپارل شي؛ ځکه هغوی د اوسېدو لپاره نور ځایونه نه لري.

دغه راز ده زیاته کړه چې طالبانو د دغو قوماندانانو شخصي موټر هم بيولي خو تر اوسه یې بېرته نه دي ورکړي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي پژواک ته تایید کړه چې نیول شوي ۷ پخواني پوځي چارواکي خوشي شوي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

هغه وویل، دغه کسان په دې شرط خوشي شوي چې له هېواده به نه وځي؛ ځکه د هغوی د سر او مال د ساتنې ضمانت شوی دی.

ده زیاته کړه: «امنیتي ادارې د هغوی د امنیت ساتلو هڅې کوي، دغه راز په دې اړه هم پرېکړه کوي چې دوی ته کله او په څه شکل د امنیت ساتنې لپاره وسلې ورکړل شي.»

بلخوا د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي جمال د دغو ۷ پخواني پوځي چارواکو د خوشي کولو په مراسمو کې ویلي، دغه کسان یې ځکه ورسره ساتلي وو چې د خلکو شخصې دعوې ورباندې وې.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د دوی د واک په موده کې ګڼ کسان په مرموز ډول وژل شوي وو چې د جسدونو موندلو په موخه معلومات ترې اخیستل کېدل.

نوموړي زیاته کړه، دغه قوماندانان د دوی له خوا د اعلان شوې عمومي عفوې پر بنسټ خوشي شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې ده یې په راتلونکي کې د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېر جمهوري نظام پوځي چارواکي د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سربېره په وېره او ډار کې ژوند کوي چې ډېری یې له هېواده وتلي او یا د وتلو په هڅه کې دي.

دوی له هغه وروسته خپل ژوند له ګواښ سره مخ ګڼي چې په دې وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د ګڼ شمېر پخوانيو نظامي چارواکو د وژلو خبرونه خپاره شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.