ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې په بې ساري ډول د موټرو پېر او پلور کم شوی

په بلخ کې په بې ساري ډول د موټرو پېر او پلور کم شوی

author avatar
12 Dec 2021 - 15:36
په بلخ کې په بې ساري ډول د موټرو پېر او پلور کم شوی
author avatar
12 Dec 2021 - 15:36

مزارشريف (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر موټر پلورونکي وايي چې د روان اقتصادي ناورين له امله د شخصي موټرو پېر او پلور کم شوی دی.

دوی زياتوي چې د کاروبار د ټکني کېدو تر څنګ يې د موټرو قيمتونه هم له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې رالوېدلي دي.

د موټرو د پېر او پلور دغه سوداګر له حکومته غواړي چې افغانستان کې د اقتصادي ناورين د مخنيوي لپاره دې مثبت ګامونه پورته کړي.

محمد عارف په مزارشريف ښار کې د موټرو پلورنځی لري.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې په هېواد کې د سياسي تحول له رامنځته کېدو وروسته يې سوداګري زيانمنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په بانکونو کې پر پيسو محدوديت، په بازار کې د فزيکي پيسو کموالى او همدا راز د خلکو بېوزلي د دې لامل شوي چې د موټرو پېر او پلور يې د پخوا په پرتله ټکنی شي.

هغه وويل: ((ښکاره خبره ده، کله چې د خلکو کاروبار خراب وي، مامورين معاش ونه لري او د سوداګرو راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ وي؛ نو په دغسې حالت کې د موټرو کاروبار زيانمن کېږي.))

په مزارشريف کې د يوه بل موتر پلورنځي مسوول فخرالدين پژواک ته وويل چې د موټرو د پېر او پلور د بازار سوړوالي تر څنګ موټرو خپل قيمتونه هم له لاسه ورکړي دي.

د هغه په وينا، پخوا به يې په مياشت کې په اوسط ډول له ۲۵ تر ۳۰ موټر پلورل؛ خو اوس يې د ليندۍ مياشتې په شلو ورځو کې يواځې پنځه موټر پلورلي دي.

هغه زياتوي، که وضعيت همداسې دوام وکړي او د خلکو اقتصادي ستونزې حل نه شي؛ نو ښايي ډېر موټر پلورنځي د کاروبار نشتون له امله وتړل شي.

د بلخ اوسېدونکی لعل محمد مو په داسې حال کې وموند چې د مزارشريف ښار د موټر پلورلو مارکېټ ته د خپل کور لپاره د موټر اخيستو لپاره ورغلی و.

هغه پژواک ته وويل چې د کورنۍ لپاره يې يو موټر اړين دی او په همدې نيت راوتلی چې ويې پېري.

خو هغه زياتوي چې د ډالرو د قيمت په لوړېدو سره يې د موټر لپار چمتو کړې افغانۍ بسنه نه کوي او مجبور دی چې يا له موټر اخيستو تېر شي او يا هم نورې پيسې پيدا کړي.

نوموړي وويل: ((پخوا ډېرو خلکو له شوقه موټر اخيسته؛ خو اوس يې حتی هغه کسان هم د اخيستو توانايي نه لري چې د موټر لپاره ضرورت لري، دا حالت ورو ورو له زغمه وځي، بايد د حل لپاره يې يوه لار ولټول شي.))

دغه راز د اقتصادي چارو فعال عبدالصبور نوري پژواک ته وويل چې په بازار کې د امريکايي ډالرو لوړېدو پر کاروبار منفي اغېزې کړې دي.

هغه زياته کړه چې بانکونو کې لا هم پر پيسو محدوديتونه پر خپل ځای دي او ډېر خلک خپلو پيسو ته په يو ځايي ډول لاسرسی نه شي پيدا کولای.

نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل که حکومت او مسوول بنسټونه د افغانستان د اقتصادي ناورين مخه ونه نيسي؛ کېدای شي روان وضعيت پر انساني ناورين هم بدل شي.

خو بل لورته حکومتي مسوولينو تر دې وړاندې پژواک ته ويلي چې اوسنى حکومت نوى جوړ شوى نو يو څه وخت ته اړتيا شته دى چې ډېرې ستونزې هوارې شي.

په افغانستان کې ډېری کسبه کاران او سوداګر په داسې مهال د خپل کاروبار له روان وضعيت څخه شکايت کوي چې وار له مخه ملګرو ملتونو د نړۍ د نه پاملرنې په صورت کې د افغانستان د اقتصاد د سقوط کېدو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان حکومت هم بار بار له نړيوالې ټولنې سره پر سالمو دوه اړخيزو اړيکو ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې چې نړۍ له افغانانو سره مرسته وکړي.

Visits: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.