Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاپي پروژې رییس: په افغانستان کې د ټاپي پایپ‌لاین ۱۴کیلومتره غځول شوی

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس د هرات له والي سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې ۱۴ کیلومتره پایپ غځونه شوې او د دې پروژې ۲۴ کیلومتره لاره هواره شوې ده.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي شیخ مولانا اسلام‌جار په افغانستان کې د ټاپي پروژې له رییس بګنج عبدالله یوف سره لیدلي دي.

عبدالله یوف ویلي چې د افغانستان په خاوره کې ۱۴ کیلومتره د پايپ غځونې کار تر سره شوی او د دغه ترڅنګ د دې پروژې ۲۴ کیلومتره لاره هم هواره شوې ده.

بلخوا، شیخ مولانا اسلام‌جار دې لیدنه کې د دې پروژې د کارونو په پرمخ وړلو کې د ټاپي پروژې د مسوولینو هڅې ستایلي دي.

نوموړي په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس ته د کارونو د پرمختګ لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې ټاپي پروژه د طبیعي ګازو د انتقال یوه با ارزښته پروژه ده چې له لارې یې له ترکمنستانه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کیږي.

ټاپي پروژه له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال نل‌لیکه ده چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.