له پاکستانه د چرګانو وارداتو له امله ننګرهار کې ۵۰ سلنه فارمونه تړل شوي
په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.
په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، هندۍ بورې، مالیزیایي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې، خو د اوبلن ګازو، پاکستانۍ وریجو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د بغلان د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ٢٧٣ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې د یادو ښوونځیو ١٥٥٤٢١ زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د افغانستان او روسیې پلاوو د نفتي موادو او ګازو د پېرولو د تړون پر جزیاتو خبرې کړې دي او روسیې ویلي، کولی شي چې افغانستان ته ډېر نفتي مواد او اوبلن ګاز صادر کړي.
د زابل په مرکز کلات کې د دغه ولایت د «اکاډمي کرکټ لوبډلې» او د غزني د «الف کرکټ لوبډلې» ترمنځ د درېیو پنځوس اووریزو او دوو شل اووریزو سیالیو لړۍ د غزني په بري سره پای ته ورسېده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د شمالي کوتل دروازه کې یوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي او د ترکیې د کډوالو ادارې، افغان کډوالو ته د ترکيې له خوا اسانتیاوو برابرولو، د کډوالۍ برخه کې د همکارۍ هوکړهلیک نهايي کولو او د دغه هوکړهلیک نهايي کولو لپاره تخنیکي ټیم ګومارلو پر چارو هوکړه کړې ده.
د سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلهځپلو لپاره د ۱۰۰۰ کورونو جوړولو عملي چارې پیل کړې.
د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د مالیې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د ناپروسس شوو شوکاڼو د یو ټن صادراتي ګمرکي تعرفه له ۵ سلنې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.
په هېواد کې له سیاسي بدلون را وروسته د کابل ښار د اوولسمې ناحیې برېښنايي تذکرو د وېش څانګې څه باندې ۴۲زره تذکرې وېشلې او له دغه مدرکه یې ۱۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
تېره شپه سلګونو افغانانو د لندن په لوېدیځ «ساوت هال» سیمه کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۳مې کالیزې په مناسبت جشن نیولی و.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د «شیطاني آیات» کتاب پر لیکوال سلمان رشدي شوی برید غندلی دی.
ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي، تعامل، اقتصادي او سیاسي پرمختګ په دې قیمت نه غواړي چې د افغانستان خپلواکۍ تر سوال لاندې راشي او د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشتونه هم نه مني.
د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرپرست حکومت وايي، د یو «خپلواک او مشروع» نظام په توګه د خپلواکۍ ارزښت ساتنې ته ژمن او له سیمې او نړۍ سره د اسلام مبارک دین پر بنسټ ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.
نن د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳ یمه کلیزه ده؛ پژواک خبري اژانس د دغې ورځې مبارکي په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايي.
کندهار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱) په کندهار کې د علماوو، قومي مشرانو او نورو کسانو لویه غونډه د یوه پرېکړه په صادرولو سره پای ته ورسېده. د دې یوې ورځنۍ غونډې په نیمايي کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت…
د کابل ښار په اتمه حوزه کې وسلهوالو غلو یو هټۍوال او یو پېرېدونکی ټپیان کړي او له دوکانداره یې موبایل او پیسې هم وړې دي.
ډاکټرانو په ځینو انټرنټي سایټونو کې هغه مقالې او مطالب سم بللي چې پکې ویل شوي، کرونا ویروس په امېدوارو مېرمنو کې له وخته مخکې زېږون لامل کېږي؛ دوی سپارښتنه کوي چې د امېدوارۍ پر مهال باید هڅه وشي څو پر دغه وژونکي ویروس اخته نه شي.
د غزني د مرکز اړوند نواباد په سیمه کې یو شمېر نقاشانو په دغه ولایت کې د نقاشۍ هنر د لا ترویجولو په موخه د «همتا» په نامه یو مرکز پرانيست.
ځينو انټرنیټي سایټونو د «خوږولي» ریښه د کرونا د درملنې لپاره د درملو په توګه وړاندې کوي، خو د طب برخې پوهان د دغې موضوع په ردولو سره له خلکو غواړي چې پر دغه ډول مطالبو باور ونه کړي او پر ځای یې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي.
د پکتيکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وایي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ- چې کورونه یې نړېدلي- له خپلو اصلي مېنو نږدې ځايونو ته بېځايه شوې دي.
د دایکنډي حکومتی مسوولین وایي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د سرخمرغاب، ککرک، بلوڅي، دهجوز او ځېنو نورو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي.