د طب پوهان: کرونا ویروس د انسان پر جلد منفي اغېز کوي
د روغتیایي برخې پوهان د انسان پر جلد د کرونا ویروس د منفي اغېز په اړه ځینو انټرنټي سایټونو کې خپاره شوي مطالب تایید کړي، ویلي یې دي چې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته جلدي ناروغۍ ډېرې شوې.
د روغتیایي برخې پوهان د انسان پر جلد د کرونا ویروس د منفي اغېز په اړه ځینو انټرنټي سایټونو کې خپاره شوي مطالب تایید کړي، ویلي یې دي چې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته جلدي ناروغۍ ډېرې شوې.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري په بغلان کې له ایرانه تازه راستنو شوو ۴۱۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د سنګتخت و بندر ولسوالۍ د «سیاه چوب پایین» کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړوي.
په دې وروستیو کې ځیني هېوادوال د خپلو ستونزو د حل او بهر ته د سفر بهیر د چټکېدو په موخه، تعویذګرو ته ورځي او ورته ډېرې پیسې ورکوي.
افغان حکومت د ډبرو سکرو د یو ټن صادرولو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړې، وایي تراوسه هېواد کې د دغو ډبرو ۸۰ داسې سیمې تثبیت شوي چې پر مټ یې د سلګونو کلونو لپاره نورو هېوادونو ته سکاره صادرولی شي.
په کابل کې د مدني ټولنې او نارینه او ښځینه علماوو استازو په یوه غونډه کې د علماوو د لویې غونډې جوړېدل مثبت ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې د نارینه او ښځينه علماوو او مدني ټولنې استازو ته دې هم پکې د ګډون لار پرانیستل شي.
لوګر کې په داسې حال کې د ځنګلونو پر وهلو بندیز ولګول شو چې په دې وروستیو کې دا چاره ډېره شوې وه او خلک یې اندېښمن کړي وو.
په هلمند کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.
ننګرهار کې خلک شکايت کوي چې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارويو بیې لوړې شوې او غواړي چې اړوند ادارې دې يې نرخونه کنټرول کړي.
د پکتيا له مرکز ګردېز او شاوخوا ولسواليو راټول شوي څلور ټنه تاريخ تېر درمل وسوځول شول.
افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر خوست او پکتیکا ته د سفر پر مهال له ځان سره ۵۳ میلیونه افغانۍ وړې، څو زلزلهځپلو ته د سرپناه جوړلو لپاره ورکړل شي.
ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک د انجنیرانو په هڅو یوه بله سي ۱۳۰ (C-130) ډوله الوتکه هم ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.
د کندهار ټکسي او ریکشا چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې د تېلو بیې له کوم لامل پرته لوړې تللې او د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.
د میدان وردګو ولایت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ګوربت سيمې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې او شاوخوا ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د مخکني حکومت د پوهنې سرپرست وزیر او د لغمان او فراه ولایتونو والي محمداصف ننګ هېواد ته راستون شو.
د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) په افغانستان کې له ۳۶۲زره زلزلهځپلو سره د مرستو لپاره، د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي چې د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د نورو ۳۰ بسترونو په زیاتېدو سره، دغه روغتون ۱۵۰ بستریز شو.
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.
د امریکا په ټکساس ایالت کې له یوه ټېلر موټره د ۴۶ کسانو مړي موندل شوي چې ویل کېږي د ناقانونه کډوالو دي.
په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا…
په چک جمهوریت کې د افغانستان لوی سفیر شهزادګل اریوبي د اسیایي سفیرانو د ګروپ مشر ټاکل شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر خپلو اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې د برېښنا د ډېر تولید په موخه دې له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات ته چټکتیا ورکړي.