د کندهار اوسېدونکي: موسسې دې بنسټیز کارونه وکړي
کندهار اوسېدونکو له موسسو وغوښتل چې دوی دې دوامداره او بنسټيز کارونه وکړي.
کندهار اوسېدونکو له موسسو وغوښتل چې دوی دې دوامداره او بنسټيز کارونه وکړي.
د پکتيکا د ګيان او برمل ولسواليو اوسېدونکي او يادو سيمو ته د هېواد له نورو ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ورغلي خلک وايي، حکومت، ملي او نړيوالې مرستندويه ادارې دې د دغو ولسواليو زيانمنو شويو خلکو ته د دايمي سرپناه، روغتيا، تعليم او بيارغونې په برخو کې بنسټیز کارونه وکړي.
«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» راتلونکې چهارشنبه د لویې جرګې په خېمه کې د درې زره دیني عالمانو په ګډون د درېیو ورځو لپاره جوړېږي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه ماشومان د تورې غاړې پر ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د هېوادوالو له لوري د «وېټامین سي» ټابلېټونو او د دغه ویټامین لرونکو مېوو پېرل او استفاده ډېره شوې او بیې یې هم په بېساري ډول لوړې شوې دي؛ ځیني هېوادوال وایي، له وېټامین سي او دغه وېټامین لرونکو مېوو ګټه اخیستنه د دوی لپاره پر یوه عادت بدله شوې ده.
د کرنې وزارت له لوري له څلورو نورو وزارتونو سره په ګډه د ځنګلونو د خپلسرې وهنې مخنيوي لپاره په یوولس مادو کې نوې طرحه جوړه کړې ده.
د لوګر ولایت اوسېدونکي او د کابل - لوګر لویې لارې موټر چلوونکي وایي، د دغې لارې لسګونه ویجاړ شوي پولګوټي نه دي رغول شوي او له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په بلخ کې د دهدادي ولسوالۍ په کوربهتوب د دغه ولایت د لسو لوبډلو ترمنځ فوټسال سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي، له زلزلې وروسته په سیمه کې تر اوسه د زلزلې ټکانونه محسوسېږي او خلکو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.
افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د سرپل له بلخاب ولسوالۍ خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي او وايي چې «ټولې خواوې» باید بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو حکومتي چارواکي بیا یاد راپورونه ردوي او وايي چې بې اساسه او پروپاګند دي.
کندوز روغتیایي چارواکي وایي، په تېرو لسو میاشتو کې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د زېږون له امله د میندو مړینه کمه شوې ده او په دغه موده کې ۴ ولادي ناروغانو ژوند بایللی دی.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بستکلا او د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګي سيمه کې د دوو چکډیمونو جوړېدو کار پيل شو.
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې پلوري.
د زابل په مرکز کلات ښار کې یوه کس په خپل شخصي لګښت موزیم جوړ کړی چې لسګونه تاریخي اثار یې پکې خوندي کړي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په پکتیکا او خوست کې د درېیو میاشتو لپاره د روغتیا په برخه کې له زلزلهځپلو سره د اړینو مرستو لپاره نږدې شپږ نیم میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ ( UNHCR ) له خوا د دغه ولایت زرو بېوزلو کورنیو ته د نغدي مرستې وېشلو لړۍ پيل شوه.
د ریاستالوزرا مرستیال د «بلخاب» له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت منځ کې «فتنې» راپورته کړي.
د لغمان مرکز مهترلام اړوند ګلارام سيمې اوسېدونکي وايي چې د څښاک لپاره کافي اوبه نه لري.
د افغانستان بانک وایي، ځیني کسان په داسې حال کې په مرکز او ولایتونو کې د فوریکس (انلاین سوداګري) په نوم مالي معاملې کوي چې دغه بانک چا ته د داسې کړنو اجازه نه ده ورکړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ د سوداګرو یو پلاوی له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د سيمهييزو راډيوګانو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اووريزې سيالۍ پيل شوې چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو پاتې د دوو سرګلولو د چاودنو له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.