ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوال: د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د «وېټامین سي» پر کارولو عادت شوي یو

هېوادوال: د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د «وېټامین سي» پر کارولو عادت شوي یو

author avatar
27 Jun 2022 - 17:50
هېوادوال: د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د «وېټامین سي» پر کارولو عادت شوي یو
author avatar
27 Jun 2022 - 17:50

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د هېوادوالو له لوري د «وېټامین سي» ټابلېټونو او د دغه ویټامین لرونکو مېوو پېرل او استفاده ډېره شوې او بیې یې هم په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي؛ ځیني هېوادوال وایي، له وېټامین سي او دغه وېټامین لرونکو مېوو ګټه اخیستنه د دوی لپاره پر یوه عادت بدله شوې ده.

وروسته له هغه چې کرونا ویروس دوه نیم کاله مخکې  په ټوله نړۍ کې خپور شو، د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ خلک په ویره کې شول؛ دوی له دغه ویروسه د مخنیوي لپاره پر طبي درملنې سربیره هڅه کوله چې له یوناني درملو، طبي بوټو او داسې نورو څیزونو څخه کار واخلي.

ویټامین سي او د دغه وېټامین لرونکې میوې، هغه څه چې له هغه وخت راهیسې د هېوادوالو له لوري د بدن مقاومت د لوړولو لپاره کارول کېږي، له دې امله چې کارول یې یو عادت ګرځېدلی، د بیې پر لوړوالي سربېره یې په پلور کې هو د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د پژواک موندنې ښیي چې د ویټامین (سي) ګولیو او دې وېټامین لرونکي مېوو د پلور کچه لاهم خورا لوړه ده.

هېوادوال: د وېټامین سي ټابلېټونو او دغه وېټامین لرونکو مېوو کارول مو عادت ګرځېدلی

د يوې دولتي ادارې مخکنۍ کارکوونکې اسیې محبي پژواک سره خبرو کې وويل: «په لومړي ځل چې په افغانستان کې د کرونا ويروس خپور شو، پلار مې پر دې ناروغۍ اخته شو او ډېر وېرېدو چې مړ نه شي؛ ځکه چې ۷۵ کاله عمر یې درلود او وجود یې ډېر کمزوری و؛ د ډاکترانو له سپارښتنو سره سم مو د ویټامین سي ټابلېټونه او د لیمو له جوس ډېره استفاده کوله او زموږ د کورنۍ ټولو غړو ترې استفاده کوله.»

د اسیې په وینا، یوازینی شی چې د هغې پلار یې په هغه وخت کې له مرګه ژغورلی و، د ویټامین سي ټابلیټونه او هغه مېوې وې چې دغه وېټامین لري؛ ځکه د هغه د وجود مقاومت یې لوړ کړ.

هغې زیاته کړه: «اوس زموږ په کور کې د ویټامین سي ګولیو، لېمو، کیوي، رومي بانجانو، ‎مرچو استعمال چې وېټامین سي لري، یو عادت ګرځېدلی؛ موږ ټول متوجه یو چې کله زموږ په کور کې دا شیان خلاص شي، نور اخلو او راړو یې.»

دغه راز د باختر اطلاعاتي اژانس کارکوونکې مومنه احمديار هم اسیې ته ورته نظر لري او په دې باور ده چې ويټامين سي کرونا ته ماتې ورکوي.

هغه وايي: «له همغه وخته  [د کرونا ویروس له خپراوي] تر اوسه عادت یو چې هره ورځ په جوسر کې له لېمو سره یو څه تازه زنجبیل ټکوو او له ګرمو اوبو او شاتو سره شربت جوړو او د کورنۍ ټولو غړو ته یې د څښلو لپاره ورکوو؛ ځکه چې دا د بدن مقاومت لوړوي.ِ»

هغې وويل چې په هرو دوو ورځو کې يو کيلو لېمو مصرفوي، خو یوه لور يې هره اوونۍ د ويټامين سي يو بوتل ګولۍ پېري.

په وېټامین سي ټابلیټونو د هېوادوالو عادت کېدو له امله د یاد ګولیو بیه هم لوړه شوې ده.

د کابل اوسېدونکې سلما داراب وايي، دې او کورنۍ یې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته له دغه ویروسه د مخنیوي لپاره د وېټامین سي ګولیو او دغه وېټامین لرونکو مېوو کارولو ته مخه کړه او ان تر دې چې اوس یې دغه کار عادت ګرځېدلی دی.

خو نوموړې د وېټامین سي ګولیو او دغه ویټامین لرونکو مېوو د بیو لوړوالي په اړه شکایت وکړ او زیاته یې کړه: «د وېټامین سي ګولیو د یو بوتل بیه له ۵۰ نه ۹۰ افغانیو ته لوړه شوې او تراوسه هم نه ده راټیټه شوې او له بده مرغه چې درمل پلورونکو د خلکو له مجبوریته ګټه پورته کوله او کوي یې.»

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند په پنجصد فامیلي سیمه کې د «ادینه درملتون» مسوول فیصل ادینه هم د وېټامین سي ټابلېټونو د بیې لوړوالی تاییدوي.

هغه وويل: «د کرونا ويروس له خپرېدو راهيسې، د کرونا ډېری ناروغان په پرله پسې ډول جوشي او چوشکي ويټامين سي پېري او د پېرودونکو شمېر يې ورځ تر بلې زياتېږي او دا لړۍ تر نن ورځې همداسې دوام لري.»

هغه هم تاييد کړه چې د ويټامين سي ګولیو بيه له ٥٠ څخه ٩٠ افغانيو لوړه شوې ده.

خو ادينه د ويټامين سي ګوليو د بيو لوړوالى په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د پلور زياتوالى او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړوالى یادوي. ‎

خو نه یوازې دا چې د وېټامین سي ټابلېټونو بیه لوړه شوې، بلکې د ځینو مېوو او لېمو – چې وېټامین سي لري – بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل په پنجصدفامیلي بازار کې یو مېوه پلورونکي علي محمد له پژواک سره خبرو کې وویل: «په لومړي کال  چې کرونا خپره شوې وه، پر دې سربېره چې د کينو، مالټو، نارنجو، لېمو او کيوي د پلور بیې لوړې شوې وې، اوس هم خلک پرې عادت شوي او د یادو مېوو پلور ډېر دی، هغه مهال یې هم بیې ډېرې لوړې شوې وې؛ د بېلګې په توګه یو کیلو مالټې او لېمو به مو تر ۲۵۰ یا ۳۰۰ افغانیو پلورل.»

هغه وايي چې اوس هم د هغو د پلور کچه ډېره لوړه ده، خو بیه یې هغومره لوړه نه ده لکه مخکې چې  وه.

د طب متخصصین: وېټامین سي ګولۍ او دغه وېټامین لرونکې میوې د بدن مقاومت زیاتوي، خو کرونا بشپړه له منځه نه وړي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالباعث احدپور چې دا مهال په بهر کې پر زده‌کړو بوخت دی، پژواک خبري اژانس ته وويل، ويټامين سي او هغه مېوې چې دغه وېټامین لري، د بدن مقاومت زياتوي.

هغه زیاته کړه: «د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په درملنه کې د ویټامین سي کارولو مستقیم اغېز نه دی ثابت شوی، خو په ثانوي مېکانېزمونو کې د ناروغۍ مودې کموالي، د ناروغۍ د شدت کموالي او په هغه ناروغانو کې د التهاب زیاتوالي مخنیوی کوي چې تنفسي لاره یې پر کرونا ویروس ککړه شوې وې.»

دغه‌راز، د وهاج د خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمد هاشم وهاج وویل: «ویټامین سي یو له مهمو ویټامینونو دی چې زموږ بدن ورته اړتیا لري، هم د ځینو ناروغیو د مخنیوي او دغه راز د ځینو د درملنې لپاره کارول کېږي.»

هغه یادونه کړه، وېټامین سي په طبیعي ډول د سنتروس کورنۍ په ډېری مېوو (لېمو، نارنج او مالټو) کې شتون لري او یو بل ډول وېټامین د ټابلیټونو په شکل کې دي او د خولې او ستوني د ستونزو لپاره اغېزناک دي. کولا شو وېټامین سي هم  د ټابلېټونو او هم د خواک په بڼه ولرو.

هغه زیاته کړه: «که وېټامین سي د خوړو په بڼه وکاروو، اغېز یې ډېر دی. خو ځیني مهال د دې لپاره چې موږ ویټامین سي واخلو، کولای شو ګولۍ هم وکاروو.»

هغه وویل: «کرونا ته د ماتې ورکولو لپاره د ویټامینونو غذايي پیاوړتیا خورا مهمه ده، ځکه چې د کرونا په مخنیوي کې او د کرونا پرمهال، اغېزناکه درملنه یوازې غذایي درملنه ده.»

کرونا ویروس چې د لومړي ځل لپاره دوه کاله مخکې د چین په وهان ښار کې خپور او وروسته نږدې ټولې نړۍ ته ورسېد؛ تر دې دمه په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه کسان پر یاد ویروس اخته شوي او له څلور میلیونو ډیر یې له امله مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې تر ۱۹۷ زره ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۷۶۹۱ نور یې له امله مړه شوي دي.

Visits: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.