ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهر ته د افغانانو د لېږد بهیر سره د تعویذګرو کار غوړېدلی

بهر ته د افغانانو د لېږد بهیر سره د تعویذګرو کار غوړېدلی

author avatar
28 Jun 2022 - 18:15
بهر ته د افغانانو د لېږد بهیر سره د تعویذګرو کار غوړېدلی
author avatar
28 Jun 2022 - 18:15

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په دې وروستیو کې ځیني هېوادوال د خپلو ستونزو د حل او بهر ته د سفر بهیر د چټکېدو په موخه، تعویذګرو ته ورځي او ورته ډېرې پیسې ورکوي.

تعویذ لیکنه او پال لیدنه د ځینو افغانانو ترمنځ له ډېر پخوا کلونو راهیسې دود دی او یو شمېر وګړي خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره تعویذ لیکونکو ته ورځی چې د اسلام مبارک دین د هغو تعویذ لیکونکو کار چې پر کاغذ خطونه کاږي او لوګی کوي یې، حرام بولي.

خلک د بخت خلاصېدو، زوی پیدا کولو، د ناروغیو درملنې، بډایه کېدو، د ښځې او خاوند ترمنځ د مینې زیاتېدو، د کار ښه کېدو او نورو په موخه تعویذګرو ته ورځي.

د زمري پر ۲۴مه د تېر نظام له پرځېدا سره، بهر ته د هغو افغانانو د لېږد لړۍ پیل شوه چې له بهرنیو هېوادونو او موسسو سره یې کار کړی وو؛ تر دې دمه زرګونه کورنۍ او زرګونه کسان له هېواده بهر لېږدول شوي دي.

د پژواک موندنې ښيي چې له دې پروسې سره د تعویذګرو کار ښه شوی او ځیني هېوادوال د دې لپاره چې بهر ته یې سفر ژر وشي، دغو کسانو ته ورځي، د «سفرلیک» په نوم ترې تعویذ اخلي او په مقابل کې ورته تر ۱۰زره ډېرې افغانۍ ورکوي.

۵۵ کلنه سیماګل چې د کابل ښار د خېرخانې په حصه اول سیمه کې د بي‌بي حاجي په نوم یوې تعویذګرې ته ناسته وه، وویل: «د خپل زوی د سفر د کارونو د ژر کېدو لپاره بي‌بي حاجي ته راغلې یم، تر اوسه څو ځلې راغلې یم، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.»

حاجیاڼۍ نفیسې د دې ښځې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې «ان‌شاالله کېږي»، امریکا تازه اعلان کړی ،هغه کسان چې د اېس ای وي کېس لري، ټول بیايي. نفیسه له خپلو مراجعینو د یوه تعویذ یا سفرنامې پر سر سل ډالره اخلي.

په همدې حال کې، د تایمني اوسېدونکې دېرش کلنه مدینه له هغو لسګونو ښځو ده چې په تایمني کې یې د شېراغا په نوم یوه تعویذګر ته مراجعه کړې ده.

دغه ښځه چې نوبت ته په صف کې ناسته او په بې صبرۍ انتظار وه څو اغا ته نږدې ورشي او خپله ستونزه ورسره شریکه کړي، پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا مې څلورم ځل دی دلته راځم، د اېس ای وي کېس لرم، خو کارونه مې له خنډ سره مخ دي، د همدې لپاره اغا صاحب ته راغلې یم، له ما یې مخکې له مخکې لس زره افغانۍ اخیستې دي.»

هغې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د جمهورت پر مهال یې د امریکا له پرمختیايي ادارې سره کار کړی او له هغې لارې د وتلو پروګرام کې شامله شوې ده.

هغې زیاته کړه: «په هغو پروژو کې مې چې د دې موسسې له خواورکول کېږي، کار کړی و او د امریکا کېس مې واچاوه؛ د نورو ملګرو کېسونه مې مخکې تللي وو، خو زما نه و تللی، له مودو صبر وروسته له ملګرو مې یوه راته وویل چې ولاړه شه له فلاني کس څخه سفرنامه واخله، کارونه دې کېږي، خو ما په دې شیانو باور نه درلود، کله مې چې دلته مراجعه وکړه، اغا صېب وویل چې سفر دې تړلی دی، اول خلاص و، خو وروسته چا تړلی دی.»

د هغې په خبره، دغه تعویذګر د کارونو خلاصېدو لپاره ورته سپلني او یو کاغذ چې یوازې خطونه پکې شوي وو، ورکړل او ویلي یې دي چې تر هغو دې دا دواړه دودوي څو یې د سفر کارونه بشپړ او الوتنه یې چمتو شي.

د کابل یوه بله اوسېدونکې ۲۳ کلنه نجیبه چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د اغا صاحب په نوم تعویذلیکونکي ته راغلې وه، وویل: «ورور مې چې دولسم ټولګی خلاص کړی، غواړي د بورس له لارې المان ته لاړ شي؛ مور مې څه موده مخکې د دې لپاره چې د ورور کار مې وشي، دلته راغلې وه، همدې اغا صاحب مې پر ورور قصیده او دعا وویله او څو څاښتونه یې راکړي چې هر سهار او ماښام یې له سپلنیو سره ورته دود کړو.»

د هغې په خبره، کله چې دغه تعویذګر یې د ورور طالع ولیدې، ورته ویې ویل، کوم چا یې سفر بند کړی دی، د خلاصېدو لپاره یې باید ځیني څاښتونه ورکړي او د دې ستونزې د هواري لپاره باید څو ځلې ورته راشي، څو نتیجه ورکړي او کارونه یې مخکې لاړ شي.

نوموړي وویل، دغه بورسیه د ازادې سیالۍ له لارې انتخاب شوې چې د تحصیل له بشپړېدو وروسته محصلینو ته دایمي اقامه ورکول کېږي.

نجیبه وايي، اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او تعویذګر د تعویذ یا سفرنامې په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه نه ده کړې.

دغه‌راز، ۳۵ کلنې سونیتا هم چې د تعویذ اخیستو لپاره دغه تعویذګر ته راغلې وه، وویل: «دویم ځل مې دی چې دلته راځم، ځیني شیان یې د دود کولو لپاره راکړل… هر څوک نظر کار ته یې چې څومره وخت اخلي، ماته یې ویلي چې باید ۷۵ ورځې راشم څو کار مې وشي.»

نوموړې وویل، بهر ته د تلو او د سینګارتون کارونو ښه کېدو لپاره يې دغه اغا صاحب ته لس زره افغانۍ پیشکي ورکړې دي.

د تعویذګرو کار اوس دومره غوړیدلی او زیات شوی دی چې ځیني خلک ان په انلاین بڼه هم دا چاره مخې ته بیايي.

د اغا صاحب انلاین تعویذلیکنې پاڼې تر عنوان لاندې د فیسبوک په یوه ټولنیزه پاڼه کې چې د «دعا، پیاوړی جادو» تر شعار لاندې فعالیت لري او له خپلو مشتریانو سره د مسینجر له لارې خبرې کوي.

د پژواک خبریال له دغه تعویذګر سره د مسېنجر له لارې خبرې وکړې او هغه وویل: «د هر څه لپاره تعویذ ورکوم؛ د سفر تعویذ هم ورکوم چې ان شاء الله لاړ به شئ.»

دغه تعویذ لیکونکی له ډېر بحث وروسته وایي، دوکان یې په دشت برچي کې دی او له هر کس څخه د طالع کتلو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ او د سفر پاڼې په بدل کې ۳۰۰۰ افغانۍ اخلي.

نوموړي په ټینګار وویل: «دا کار چې موږ یې کوو، سل په سلو کې نتیجه ورکوي، د درېیو کسانو کېسونه بند وو، له ۱۴ ورځو وروسته یې کارونه خلاص شول او لاړل.»

په ورته مهال، د «تعویذ نویسي په ضمانت» په نوم بله فېسبوک پانه د «پوره کارنده او ډېر مجرب د مینې جادو او طلسم» تر شعار لاندې فعالیت کوي.

د دغې مجازي پاڼې مسوول د وټساپ له لارې د پژواک خبریال ته وویل چې بهر ته د سفر لپاره باید سفر پاڼه جوړه کړي او دغه کار چې کوي، ۵۰۰۰ افغانۍ لګښت به ورکوي.

هغه چې په تخار ولایت کې دی، زیاته یې کړه: «له غوښتونکو د سفرپاڼې جوړو لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ اخلم چې ۱۰۰۰ افغانۍ پېشکي ترې اخلم.»

نوموړي وویل، تعویذ هغو پېرودونکو ته چې په کابل کې دي، د تخار – کابل لارې موټر چلوونکو له لارې استوي او له تعویذ مخکې پیسې د کرېډېټ استولو له لارې اخلي او پاتې نورې پیسې موټر چلوونکی له پېرودونکي اخلي او تعویذ ورته تسلیموي.

یو دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن، تعویذ لیکونکو ته د خلکو د ورتګ په اړه پژواک ته وویل، د مسلمانانو اصلي عقیده دا ده چې د یوه کار واقعي او حقیقي تر سره کوونکی، الله ج دی.

هغه زیاته کړه: «تعویذ د مصیبت او مرض له شر څخه په الله ج د پناه غوښتلو په مانا دی او دا پر ناروغ د ځینو دعاګانو له وېلو څخه عبارت دی، د بېلګې په توګه که یو کس ناروغ وي، بسم الله الذی دعا پرې وایې او چوف کوې، خدای ج شفا ورکوي، دلته هم حقیقتاً عقیده دا ده چې شفا ورکونکی الله ج دی. یا د حمد سوره وایې دا هم تعویذ دی، خو تعدیذ په هغه بڼه چې په ورقه کې یو څه ولیکل شي او بیا هغه په غاړه کې واچول شي، پر مټ او ونه کې راځوړند شي، دا اصلاً په اسلام کې نشته.»

هغه زیاته کړه، حدیث شته چې وایي، څوک چې تعویذګر ته ورشي او یو څه ترې واخلي او پر غاړه یې راځوړند کړي، هغه که د قران ایت هم وي، دا انسان مشرک دی.

فروتن د سفرنامې جوړولو لپاره تعویذګرو ته ورتلونکو کسانو ته په اشارې وویل: «بهر ته تلل د الله متعال کار دی؛ انسان دې خپله وسیله او اسباب په پام کې ونیسي، تعویذ کول او عیب وېیونکي، ساحر او کاهن ته ورتلل او له هغه تعویذ اخیستل چې زما د خارج کارونه وشي، دا نه یوازې په اسلام کې نشته، بلکې د نسان په عقل او منطق کې هم ځای نه لري.»

هغه د دا ډول ستونزو حلولو لپاره تعویذګرو ته ورتلونکو کسانو ته سپارښتنه کوي او وایي: «تعویذګر ته ورتګ څه ضرورت دی؛ قران ته مخه کړئ، الله پاک ته دعا وکړه او هره ستونزه او مراد چې لرې، له بې نیازه الله یې وغواړه، خامخا یې حاجت پوره کېږي.»

هغه په ټینګار وویل، د ستونزو د هواري او بهر ته د تلو لپاره کاهن، ساحر او تعویذ لیکونکي ته ورتګ نه یوازې انساني عقل او منطق یې نه مني، بلکې په اسلام کې هم نشته.

خو تعویذ لیکونکي له دیني اړخه خپل کار روا بولي او لامل یې په یادو تعویذونو کې د قران کریم له ایاتونو استفاده بولي.

په سابقه تایمنیو کې یو تعویذګر اغاصاحب په دې اړه وايي، هغه تعویذونه چې خپلو مراجعینو ته یې ورکوي، د قران ایاتونه پکې لیکي.

هغه په داسې حال کې خط – خط شوي او هغه تعویذونه چې څه شی پکې نه وي لیکل شوي، د دین خلاف بولي، زیاتوي چې دا ډول تعویذونه خلکو ته نه ورکوي.

هغه زیاتوي: «یوازې سحر او جادو د اسلامي شریعت له مخې حرام ګڼل کېږي.»

هغه د تعویذګر او جادوګر ترمنځ د توپیر په اړه وویل چې په جادو کې د انځورونو لکه د لړم له عکس نه کار اخیستل شوی، خو په سفرپاڼه کې بیا د قران له ایاتونو استفاده شوې ده.

دغه راز حاجي اغا چې په انلاین بڼه تعویذ ورکوي، وویل: «نخیر دا کار هېڅ ستونزه نه لري، د یوه کس کار ترسره کولو کې ګناه نشته؛ ځکه په ناوړه کارونو کې ترې استفاده نه کېږي.»

خو نفيسه هغه ښځه چې تعويذ ليکي او له جمعې پرته هره ورځ له ۱۱ د ماسپښين تر ۲بجو خپلو مشتریانو ته تعویذونه ورکوي، په دې اړه چې تعویذ لیکل له اسلامي پلوده ګناه ده او کنه؟ له څه ویلو ډډه وکړه.‎

Visits: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.