کندهار کې د سلګونو پسونو د قاچاق مخه ونيول شوه
د کندهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په معروف او ریګستان ولسوالیو کې يې د ۱۱۰۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د کندهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په معروف او ریګستان ولسوالیو کې يې د ۱۱۰۰ پسونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د مخکني حکومت یو چارواکی امانالله غالب چې له شاوخوا ۱۱ میاشتني ځنډ وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی، له سرپرست حکومته غواړي، د دې ترڅنګ چې ښځو ته د کار، تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي، په هېواد کې له شته کادرونو دې هم ګټه واخلي.
د اروزګان مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یوې قابلې مړی د هغې په خپل استوګنځي کې پیدا شوی دی.
د کندهار د پوهنې ریاست وايي، د پوهنې وزارت ته یې خالي بستونه وړاندیز کړي وو چې هغوی یوازې ۱۴۱۴ بستونه منلي او اوسمهال د دغو بستونو لپاره نوملیکنه روانه ده.
د مالیې وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ترانزیټي مالونو نږدې ۲۷ زره موټر د افغانستان له خاورې تېر شوي چې د تېر په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي او له دغه درکه ۳۶۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د کندوز سیمهییز مسوولین وایي، په هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره د دغه ولایت د مستوفیت عواید د تېرو لسو میاشتو په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د پکتيکا د ملکي روغتون مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د مور او ماشوم خوارځواکي ۲۳،۵ سلنه ډېره شوې ده.
د ګمرکي محصولاتو له زیاتېدو او د تعرفو لوړېدو سره، په هېواد کې نه یوازې د خوراکي توکو، نفتو او ګازو بيې لوړې شوې، بلکې په کور دننه د شرکتونو پر صنعت او سوداګرۍ هم نېغ په نېغه منفي اغېز کړی دی.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې د تېر نظام يو شمېر منسوبين چې تازه په بهر کې له څلورکلنو نظامي زده کړو فارغ شوي، په مناسبو دندو ګومارل کېږي.
له هغه وروسته چې پژواک خبري اژانس د کابل- لوګر پر لویه لار پاکستان ته د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د ډېر وزن په اړه راپور خپور کړ، د ټولګټو چارو وزارت د دغو موټرو د وزن د کنټرول امر کړی دی.
د شمالختیځ زون لپاره د نړیوالې ټولنې د بشري څانګې (اوچا) مسوول وايي چې په بغلان ولايت کې ۸۰۰ زره کسان بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري .
په نیمروز ولایت کې یوې ښځې د خپل خاوند په همکارۍ په لومړي ځل، د سینګار او روغتیايي توکو انلاین/ پرلیکه پلورنځی جوړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دوبۍ کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کې، د اقتصادي ودې او د ښځو او نارینهوو لپاره د کار رامنځته کولو په برخه کې د خصوصي سکتور پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا پر ۵۰۰ بېوزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.
د بغلان ولایت د نفتي توکو ادارې مسوولان وايي، په تېرو لسو مياشتو کې يې څه باندې ١٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ٧٧ سلنه زياتوالى ښيي. د بغلان…
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د برهکي برک ولسوالۍ اړوند د زړې کلا لیسې ښوونکو او زدهکوونکو په خپل شخصي لګښت، ۵ درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د ننګرهار د کانونو رياست وايي، په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.
د پکتيا ولايت د څکمنيو او جانيخېلو اوسېدونکي د دغو ولسواليو ترمنځ لويې لارې د اساسي جوړولو غوښتنه کوي، وايي چې دا مهال د دغې لارې خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هلو ټرسټ/The HALO Trust موسسې مسوولین وايي، په سوېلي ولایتونو (کندهار، اروزګان او زابل) کې یې خپل فعالیت ډېر کړی او په دې وروستیو کې یې ۸۰۰ کسان د ماینونو ویستلو په برخه کې ګومارلي دي.
يو افغان خبريال اکرام عصمتي وايي، کابل کې «امنیتي ځواکونو» ډبولی دی، خو پولیس وايي، که څه هم داسې کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د عاملینو د موندلو او قانون ته د سپارلو لپاره یې هڅې کوي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې پر زرو کسانو د څارویو لپاره یې ټولټال ۲۰۰ ټنه خواړه وېشل شوي دي.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ عامې روغتيا مدیر سیفالدین فېروز وايي، په دې ولسوالۍ کې شته روغتيايي مرکزونه کافي نه دي او د خلکو ستونزې نه شي هوارولای.
د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې د خواف - هرات رېلپټلۍ د درېيمې برخې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سرپرست حکومت کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې کړنلاره او د درې میلیون پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تایید کړه.