پلخمري (پژواک، ٢٥ غبرګولى ۱۴۰۱): د بغلان ولایت د نفتي توکو ادارې مسوولان وايي، په تېرو لسو مياشتو کې يې څه باندې ١٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ٧٧ سلنه زياتوالى ښيي.
د بغلان د نفتي توکو ادارې مشر قاري نصرتالله د غبرګولي په ۲۳ مه پژواک اژانس ته وویل چې د تېر کال په لسو مياشتو کې دوى ١٠،٢ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.
خو دى وايي، په تېرو لسو مياشتو کې بيا د دوى د عواېدو کچه ١٧،٧ ميليونه افغانیو ته لوړه شوې چې د تېر کال په پرتله ٧٧ سلنه زياتوالى ښيي.
د نوموړي په وينا، دوى د تېلو له ټانکونو څخه پر وخت ماليه ټوله کړې او هم يې د تېلو د ټانکونو د يوه لیټر تېلو اندازه کتلې چې کمه نه وي.
دغه راز، د بغلان د تېلو ټانکدارنو اتحاديې غړي حاجي معصوم پژواک ته وويل چې حکومت د تېلو د اندازه کولو په موخه د تېلو په ټانکونو کې يو ډول ماشينونه نصب کړي چې په وسیله یې څوک نه شي کولاى د يوه لېټر اندازه کمه يا ډېره کړي.
هغه وايي: «دغه ماشينونه مهرلاک شوي دي، څوک پکې لاس نه شي وهلى او هم پکې ښکاري چې يو تېل ټانک په مياشت کې څومره تېل پلورلي، نو کېداى شي د عواېدو د لوړوالي يو لامل دا هم وي.»
د بغلان د نفتي توکو اداره په داسې حال کې د عواېدو د زیاتوالي خبر ورکوي چې د یوه لېټر پټرولو بیه د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې له ۶۵ څخه ٨٥ افغانیو ته لوړه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










