سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو ډزو نهو کسانو ته مرګژوبله اړولې
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د غزني سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوړو زدهکړو مخکېنی سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وایي، د نظام ساتلو لپاره باید ځوانان پر اسلامي او افغاني مفکوره وروزل شي او تحصیلي نصاب له بهرني اغېزه وژغورل شي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ٧ ولایتونو د شاوخوا ٨٠ ورزشکارانو په ګډون د بدن د غړو ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.
د پژواک په ټویټر سپېس 'تناظر' کې له هېواده بهر د افغانانو پر سیاسي خوځښتونو بحث وشو، ګډونوالو وویل، ځیني دغه خوځښتونه داسې اشخاصو جوړ کړي چې د بدبختیو ملامتیا پرې نشته خو ځیني یې بیا داسې کسانو جوړ کړي چې په فساد او د جګړې په دوام کې ښکېل دي.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، نن په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته د میا عبدالکریم د نجونو او هلکانو لېسو کې د اووه میلیون ۹۰ زره افغانیو په ارزښت بنسټيزې پروژې پيل شوې.
د هرات کتابپلورونکي په دغه ولایت کې د کتابپلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي او وایي، نن سبا د خپل کسب او کار بدې ورځې تجربه کوي.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، د دغه ولایت تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
په کابل کې یو شمېر موټرپلورونکي وایي، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت له امله په هېواد کې د موټرو پلور کم شوی او د پخوا په نسبت یې بيې هم ټيټې شوې دي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه یې ۳۱۱ افغانان تېره ورځ په یوې چارټر شوې الوتکه کې کاناډا ته لېږدولي دي.
د عدلیې وزارت وایي، د کابل حقوقو ریاست د نوي سرپرست حکومت له واکمنۍ راهیسې ۲ زره ۱۴۳ کورنیو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبغاړی رحمنالله ګربز روغ دی او هیله یې څرګنده کړې چې د شنبې په ورځ د انګلیستان پر وړاندې ولوبېږي.
په پنجشېر کې له بشري حقونو د سرغړونو له راپورونو خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د کرکټ د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو د لومړۍ برخې لوبو کې ویسټ انډیز زمبابوې او ایرلینډ سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې هېواد ته د سترې محکمې مخکېني رییس محمدیوسف حلیم جسد لېږدولو کې همکاري وکړي.
مسوولین وايي، په ميدان وردګو، فراه او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۲۲زرو اړو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو، اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې مرسته وشوه.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د دغه ولایت د شپږمې سرحدي لوا دوه امنیتي کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
يو شمېر هغه ښځې د ژمي له رارسېدو مخکې د مرستې غوښتنه کوي چې د خپلو کورنيو سرپرستي ور تر غاړې ده او خپلو اولادونو ته د نفقې موندلو لپاره د کابل ښار په واټونو کې د لاسګاډي په وسیله د ترکارۍ پلورلو په څېر درانه کارونه ترسره کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر دې سربېره چې وایي، تر اوسه افغانانو ته هیڅ اساسي کار نه دی شوی، له ټولو مسؤولینو وغوښتل چې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه واوسي او د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د کندوز د علياباد ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ٢١ بېلابېلو عامالمنفعه پروژو چارې پيل شوې.
د کابل په بادام باغ کې د «معیاري کرنه، د هېواد اقتصاد تضمینوونکې» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورني تولیداتو نندارتون جوړ شو چې څلور ورځې به دوام ولري. په دغه نندارتون کې…