ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د کورني تولیداتو او محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل کې د کورني تولیداتو او محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
19 Oct 2022 - 16:15
کابل کې د کورني تولیداتو او محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
19 Oct 2022 - 16:15

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د کابل په بادام باغ کې د «معیاري کرنه، د هېواد اقتصاد تضمینوونکې» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورني تولیداتو نندارتون جوړ شو چې څلور ورځې به دوام ولري.

په دغه نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، د لمریزې برېښنا دستګاوې او یو شمېر کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د ګڼ شمېر کروندګرو، بڼوالو او صنعتکارانو ترڅنګ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطا‌الله عمري، د مالیې وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري او د سوداګرۍ خونې مشر یونس مومند ګډون کړی وو.

د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطا‌الله عمري وویل، په دغه څلور ورځني نندارتون کې چې نن پیل شو، ۲۶۳ غرفې شته چې ۵۶ یې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.