2022
راپورونه
«د غوړیو کیفیت کنټرول لپاره دې ځانګړی لابراتوار جوړ شي»
د طب برخې یو کارپوه په داسې حال کې له غوړو ډېره استفاده د روغتیا لپاره مضره ګڼي او سپارښتنه کوي، د ورځې باید په مناسبه اندازه استفاده شي؛ چې د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې د سلګونه ټنه سرطان پیداکوونکو غوړیو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
کابل کې شپږ کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت منسوبینو په کابل کې د یوه کس د تښتولو په تور شپږ کسان نیولي دي.
د غزني امنيه قومنداني: يوه ښځه د امنیتي کس په خطايي ډز ټپي شوې
د غزني امنيتي مسوولین وايي، په غزني ښار کې يوه ښځه د امنیه قومندانۍ مخې ته د يوه امنيتي کس په خطايي ډز لګېدلې او ټپي شوې ده.
غزني کې د ۱۷ ولایتونو لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پيل شوې
په غزني کې د هېواد د ۱۷ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د تکواندو دویم پړاو سیالۍ پيل شوې.
زابل کې لس کیلومتره سړک پوخ شو
د زابل په مرکز کلات ښار کې لس کیلومتره سړک تر اساسي جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت لري
د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت لري او دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي؛ خو یو مسوول وايي چې د ستونزې د هواري په موخه ځیني پروګرامونه لري.
یوه غرنۍ وزه له بدخشانه کابل ته انتقال او ژوبڼ ته وسپارل شوه
یوه غرنۍ وزه چې له پاکستانه بدخشان ولایت ته وارد شوې وه او په یوه شخصي کور کې ساتل کېده، نن د کابل ژوبڼ ته وسپارل شوه.
د کندهار کروندګر: د دواپاشۍ د عصري وسایلو نشتوالي له امله مو هر کال حاصلات زیانمنېږي
د کندهار کروندګر او بڼوال وايي، د درمل پاشلو د عصري وسایلو د نشتوالي له امله یې هر کال کښتونو او باغونو ته زیان اوړي او حاصلات یې کمېږي.
د کونړ د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتونه یو نوی زېږېدلي ماشوم غلا شوی
کونړ کې روغتيايي سرچينې وايي، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی شوی.
کاپیسا کې د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي
د کاپیسا چارواکي وایي، د دغه ولایت په نجراب او الهسای ولسوالیو کې د جلغوزې حاصلات د تېر کال په پرتله، ۲۰ سلنه زیات شوي او بزګرانو له دغې وچې مېوې ښه عواید ترلاسه کړي دي.
په څلورو ولایتونو کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي او نورې مرستې وشوې
په نورستان، پکتيا، لغمان او جوزجان کې له ۷۲۳۷ بېوزلو او سېلابځپلو کورنيو سره نغدي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د تخار له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو اوسېدونکي د سړک له خرابوالي شکایت لري
د تخار ولایت د کوکچې له سیند پورې غاړه ولسوالیو اوسېدونکي، تالقان ښار سره د نښلوونکو لارو له خرابوالي شکایت لري او له حکومت غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
پکتيکا کې د «کورنيو ۱۸ روغتيايي ځالې» پرانيستل شوې
د پکتیکا په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې (اوایچپيایم) له لوري د کورنیو ۱۸ روغتیايي ځالې پرانیستل شوې چې د ۲۳ قابلو په مټ به د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو په برخه کې فعالیت کوي.
د لوګر په خروار ولسوالۍ کې قومي مشران په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی بیا رغوي
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ قومي مشرانو په خپل شخصي لګښت د «کوټکي ګداخېلو» هلکانو لومړني ښوونځي د ودانۍ بیارغونه پيل کړه.
خوست کې د ٤١ ميليون افغانيو په لګښت یوه پُله جوړېدو چارې پیل شوې
په خوست کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د وروستيو سېلابونو له امله د يوه ويجاړ شوي پول بياجوړولو چارې پيل شوې.
د دایکنډي ځوانان: حکومت دې د سړکونو ساتنې او جوړولو ته پاملرنه وکړي
د دایکنډي یو شمېر ځوانان د دغه ولایت له مسوولینو غواړي چې له پروژو د ساتنې، د نیمهکاره سړکونو بشپړولو، د کرونا درملنې د مرکزونو فعالولو او له بشري مرستو د جدي څارنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
د غزني خلک وايي، د دغه ولایت هوايي ډګر نیمګړې چارې دې بشپړې شي
د غزني اوسېدونکي د دغه ولایت د ملکي هوايي ډګر د پاتې نیمګړو چارو د بېرته پیلولو غوښتنه کوي چې کلونه مخکې پیل شوې وې، خو له لږ کار وروسته درېدلې وې.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې زر جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې یې زر جریبه کرنیزه ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
ننګرهار کې يوې ډلې ځوانانو د درسي کتابونو راټولولو کور په کور کمپاين پيل کړی
په ننګرهار کې يوه ډله رضاکار ځوانانو د مطالعې فرهنګ دودولو او په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل په موخه، کور په کور د کتابونو راټولولو کمپاين پيل کړی دی.
ګردېز کې د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
شنونکي: د «سویس صندوق» ته د افغانستان شتمنۍ د لېږد پرېکړه به ستونزې راولاړې کړي
د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي وايي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ لپاره د صندوق جوړول او بل هېواد ته یې لېږد «له نړۍوالو مالياتي قوانینو او معیارونو» سره په ټکر کې دی، د افغانیو ارزښت کموي او د افغانستان بانکي او سوداګریزې چارې نورې هم ستونزمنوي.
لغمان کې د ۱۸ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې
د لغمان د کډوالو چارو ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر مرکز مهترلام سربېره په پنځو ولسوالیو کې د ۱۸ پروژو کارونه پيل شول او ۱۳۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
افغانستان د کرکټ شل اووريز نړۍوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۲۰ اووریز نړۍوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه او څلور احتیاطي لوبغاړي هم په پام کې نيول شوي دي.

























