غور کې یو قومي مشر ووژل شو
د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.
د ننګرهار د چاپيریال ساتنې اداره وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د صنعتي فابريکو شتوالي چاپيريالي ککړتيا رامنځته کړې ده.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اړوند په سپينڅک سيمه کې د ډبرو سکرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې ریاست یوه کارکوونکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د شانګهای سازمان د سرمشریزې کوربه هېواد ازبکستان وایي چې د افغانستان پلاوي ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د راپورونو له مخې، د بریتانیا د ملکې الیزابیت د تدفین وروستیو مراسمو ته د افغانستان، سوریې، وینزویلا، روسیې، بیلاروس او میانمار استازي نه دي بلل شوي.
د بغلان په فرینګ او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت دوه د څښاک اوبو رسونې او درې د استنادي دېوالونو د جوړېدو کار پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۴۰۱ کال د فرهنګي او هنري جايزو په کانکور سیالۍ کې، ۱۱۱ کسانو ته - چې په فرهنګي او هنري برخو کې يې خپل اثار وړاندې کړي وو - تر ارزونې وروسته فرهنګي او هنري جايزې ورکړې.
د افغانستان بانک وايي، په نامرتبطو برخو کې د افغانستان د شتمني د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د نه منلو ده او په دې اړه دې بیا غور وشي. د…
د لوګر مرکز پل علم ښار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د کرنیزو توکو او لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د بغلان ولایت مسوولين وايي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ کې د کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې یو تن مړ او درې نور ژوبل شوي دي. د بغلان د ترافیکو مدیر قاري ندیر…
د بامیان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له ټکنۍ پروسې شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال «د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز او د افغانستان پر اقتصادي ودې یې اغېز» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته وویل، امن او باثباته افغانستان به د سیمې ټولو هېوادونو د اقتصادي پراختیا او سوکالۍ لامل شي.
د افغانستان سرپرست حکومت، د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ساتلو او لګولو لپاره د صندوق جوړولو په غبرګون کې ويلي چې ټوله کنګل شوې شتمني باید له قید او شرط پرته راخوشې شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې له ۸۶،۷ میلیون ډوزه ډېر د ګوزڼ (پولیو) واکسین تطبیق شوی دی.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې سختې وچکالۍ او د اوبو کمښت ته په کتو، د د دغه ولایت د استوګنو له لوري په پراخه کچه د ځنګلونو وهل او د سونتوکو په توګه یې کارول خلک اندېښمن کړي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د ۵۹۱۴ سوالګرو له ټولولو خبر ورکوي او وایي، له دې ډلې ۲۰۰۰ کسان یې مستحق او پاتې نور یې حرفوي سوالګر دي.
په بلخ ولایت کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ - چې درې کاله مخکې یې د جوړېدو چارې پیل شوې وې او ٣٧ ميليون افغانۍ لګښت پرې شوى - ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، نن د دغه ولایت ۱۶۰۰ مالدارانو او کروندګرو ته د څه باندې ۳۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د څارویو خوراکي توکو او د سبزیو اصلاح شوو تخمونو د ورکړې لړۍ پیل شوه.
اسلامآباد له کابله غوښتي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونیسي؛ ځکه چې هغه په افغانستان کې دی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې ردوي چې ګواکي اظهر افغانستان کې دی.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ د ۲۲،۵ میلیون افغانيو په لګښت ۴۰ پلچکونه رغول شوي او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به ۳ نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نامه یوه نوي جوړ شوي صندوق ته سپاري.
د شبرغان ښاروال په دغه ښار کې د پاکولو یوه نمایشي پروګرام په ترڅ کې له ښاریانو وغوښتل چې د خپل ښار په پاکوالي کې دې ونډه واخلي.