کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې له ۸۶،۷ میلیون ډوزه ډېر د ګوزڼ (پولیو) واکسین تطبیق شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان نن (چهارشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، په ټول افغانستان کې تر ۹ میلیون ډېرو ماشومانو د واکسیناسیون اتو کمپاینونو په ترڅ کې دغه واکسین ترلاسه کړی دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ختمېدل موږ له پولیو څخه پاکې نړۍ ته نږدې کوي. تر هغه چې دغه چاره نه وي ترسره شوې، وبه نه درېږو.»
دغه سازمان زیاته کړې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې په ټول افغانستان کې د واکسیناسیون له ۷ کمپاینونو او یوه سیمهییز کمپاین په ترسره کولو سره، په تېرو ۴ کلونو کې د بل هر وخت په پرتله ماشومانو ته د پولیو په برخه کې ډېره رسېدنه شوې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان په دې تړاو چې په تېر یوه کال کې څومره ماشومان پر ګوزڼ (پولیو ) اخته شوي، جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده.
اوچا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې د پولیو مثبتې پېښې د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې یوې پېښې ته ټيټه شوې ده.