ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

author avatar
29 Jan 2022 - 13:13
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی
author avatar
29 Jan 2022 - 13:13

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰): د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، د یوه پلاوي په مشرۍ له افغان چارواکیو سره د خبرو په موخه نن (شنبه) کابل ته راغلی.

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني، ویلي چې د افغان چارواکیو او یاد پلاوي تر منځ خبرې پیل شوي دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دواړه لوري د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کوي.

ټاکل شوې وه چې یوسف د تېرې مرغومي میاشتې په ۲۸ مه کابل ته راشي، خو سفر یې وځنډېد.

Visits: 202

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.