ژبه

په کندهار کې د زینتي او نورو مرغانو بازار کمرنګه شوی

کندهار (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰):  په کندهار کې د زینتې مرغانو پلورونکي وایي چې په هېواد کې له کابو شپږو مياشتو راهيسې د دوی کاروبار کمرنګه شوی او د مرغانو مينه وال کم شوي دي.

د کندهار ښار د کابل بازار یوه څنډه چې د زینتي مرغانو د پلور ځای دی، ډېری کسان په کې مرغان پلوري.

د مرغانو یو پلورونکی محمد صادق وايي چې د دوی کار د پخوا په نسبت ډېر کمرنګه شوی دی.

دی زياتوي چې د مرغانو ډېری مينه وال يا له کندهار څخه وتلي او يا يې دغه شوق ته شا کړې ده.

login or register a new account.