ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د واده ملا ماتوونکو لګښتونو ځوانان کډوالۍ او کارګرۍ ته مجبور کړي

دایکنډي کې د واده ملا ماتوونکو لګښتونو ځوانان کډوالۍ او کارګرۍ ته مجبور کړي

author avatar
27 Mar 2022 - 16:05
دایکنډي کې د واده ملا ماتوونکو لګښتونو ځوانان کډوالۍ او کارګرۍ ته مجبور کړي
author avatar
27 Mar 2022 - 16:05

[restrict paid=”true”]

نیلي (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): د واده ملا ماتوونکو لګښتونو چې د ناوې کورنۍ یې په بېلابېلو نومونو د زوم له کورنۍ اخلي؛ په دایکنډي کې ځوانان جبري کډوالۍ او کارګرۍ ته مجبور کړي دي.

په یاد ولایت کې یو ځوان وايي، د واده د ډېرو لګښتونو له امله یې اقتصاد کمزوری شوی او اوس مجبور دی د جبران لپاره یې دوه کاله په ایران کې مزدوري وکړي.

سره له دې چې دیني عالمان «ولور»ــ له زوم څخه په بېلابېلو نومونو د پیسو اخیستل- له شرعي پلوه جایز نه ګڼي، خو خلک یې خبره نه اوري او هغه یې خپل دود او رسم ګرځولي او په دې اړه هيڅ قانون نه مني.

سره له دې چې په هېواد کې فقر او بېکاري ډېر شوي خو بیا هم ځيني د مهر ترڅنګ په بېلابېلو نومونو د زوم له کورنۍ نورې پیسې هم اخلي؛ دغه کار نه یوازې د زوم د کورنۍ بېوزله کېدو لامل کېږي، بلکې د نجلۍ ژوند هم تریخوي.

دایکنډي یو له هغو ولایتونو دی چې پلرونه پکې له خپل زوم څخه په بېلابېلو نومونو لکه «طویانه» او «ولور» ډېرې پیسې اخلي.

د دغه ولایت د «سنګ تخت و بندر» ولسوالۍ اوسېدونکی حامد په ټولنه کې له دغه دوده سر ټکوي.

هغه پژواک ته وویل، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې خپل خسر ته ۶۰۰زره افغانۍ د ولور په نوم ورکړې؛ پر دې سربېره نور ملا ماتوونکي لګښونه لکه د واده په مراسمو کې د درېیو غوایانو حلالولو له پښو غورځولی و.

نوموړي وویل: “له واده درې میاشتې وروسته د اقتصادي ستونزو او پورونو له امله مجبور شوم چې ایران ته لاړ شم؛ دوه نیم کاله مې هلته کار وکړ څو پورونه خلاص کړم.”

هغه زیاته کړه، سره له دې چې دیني عالمان «ولور» حرام ګڼي، خو کورنۍ بیا د هغوی دغه خبر دومره په پام کې نه نیسي او دا کار د کورنیو د اقتصاد کمزوري کېدو، کډوالۍ او تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل کېږي.

پر دې سربېره، دغه موضوع د دايکنډي په لرو پرتو سيمو کې د نرواکه ټولنې ترمنځ د کورني تاوتريخوالي ډېرېدو لامل هم شوې ده.

حامد وویل: “د مثال په توګه که د دایکنډي په سنګت تخت او بندر ولسوالیو کې که یو سړی خپله ښځه ووهي، دا موضوع د هغه لپاره ویاړ بلل کېږي.”‎

په ورته مهال، د دایکنډي ولایت دیني عالمان هم د دغو ستونزو شتوالی مني او د اندېښنې وړ یې بولي.

ديني عالم او د دايکنډي ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست مخکني امر محمد علي رحماني وويل، په اسلام کې مهر حلال دی؛ خو د ښځې حق دی.

هغه وویل: “د اسلام دين د مهر ورکول حلال ګڼلي او ځانګړي حدود یې ورته ټاکلي چې يوازې نجونې کولی شي ويې ټاکي او د اخيستلو حق یې ولري، خو په دايکنډي کې داسې نه دي.”

هغه زياته کړه چې د دایکنډي په څېر ټولنه کې پلرونه له فرصته په استفادې د «ولور» په نوم له زوماونو ډېرې پيسې اخلي چې دا کار په بشپړ ډول حرام دی.

د هغه په ​​وينا، ډېرو کورنیو د «حاضر مهر» او «غایب مهر» له عنوانه استفاده کړې او له دې په استفادې د ولور غوښتنه کوي.

هغه هم تاییدوي چې د دایکنډي په بېلابېلو سیمو کې له ۳۰۰زره تر ۸۰۰زرو افغانیو پورې د نجونو پلرونو ته د «ولور» په نوم ورکول کېږي.

[/restrict]

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.