Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴): د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې د یوې خونې چت لوېدو له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس ملا عبدالسلام عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کندهار ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند سمیه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، په دغه پېښه کې یو هلک او یوه ماشومه مړه او څلور هلکان او یوه ماشومه ټپیان شوي دي.

د پېښې اصلي لامل تراوسه څرګند نه دی خو د دې کورنۍ یو غړی نېک محمد وایي چې کور یې زوړ و او د بارانونو له امله یې دېوالونه ډېر کمزوري شوي وو.

د هغه په وینا، دغه پېښه د یوې مېلمستیا پرمهال رامنځ ته شوې خو نور چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.