Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی

پاراخ ( پژواک ۵ غویی ۱۴۰۴ ): د پنجشېر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه پنځه کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون (پنجشنبه) د لماسپښین یوه بجه د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په «متاع» کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دغه پېښه داسې مهال شوې، یو رېنجر موټر چې له کابل څخه د بدخشان پر لور روان و، د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه وتلی او یو پنځه کلن ماشوم یې وهلی دی.»

سعد زیاتوي چې په دې پېښه کې یاد ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «د رېنجر چلوونکی د پنجشېر ولایت د هماهنګی کمېسیون تر څېړنو لاندې دی او له تحقیقاتو وروسته به د قانوني اجراآتو لپاره لازم اقدامات وشي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.