کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په خوست ولایت کې په غیرقانونی توګه د شنو ونو وهلو په تور پنځه کسان نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت په خپله اېکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې پرې شوې ونې په درېیو «ډاټسن» موټرو کې ولېږدوي.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP