منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۵ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ماینونه، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي، تېر زېږديز کال په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې ۱۰۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې زياتره يې ماشومان دي.

دا څرګندونې د ياد وزارت د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم خېل، نن (چهارشنبه) کابل کې د ماین پاکۍ نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې.

د هغه په خبره، هره میاشت په هېواد کې کابو ۱۲۰ کسانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو له امله مرګ ژوبله اوړي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو ۷ میاشتو کې په شلو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ کیلومتره سیمه له ماینونو پاکه شوې ده.

دی وایي، په تېرو ۳۰ کلونو کې په هېواد کې یو میلیون ۲۶۰زره او ۵۵۰ د پرسونل ضد ماینونه، ۱۸ میلیونه ۳۵۱زره او ۴۲۲ ناچاودي توکي او ۱۲۶۴ په لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړل شوي دي.

هغه زیاتوي، په همدې موده کې د ماین پاکۍ پروګرام له لارې ۳۱۹۶ کلي له ماینونو پاک شوي او ۶۰۶ کیلومتره سیمه چې په ملي ډیټابیس کې ثبت ده، پاکولو ته اړتیا لري.

رستم خېل وویل چې په تېرو ۳۰ کلونو کې تر زرو زیاتو ماین پاکانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښو ته د رسېدو وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وویل چې اوس په ټول هېواد کې امنیتي ستونزې نشته او باید د ماین پاکۍ موسسې خپل کارونه په چټکۍ سره پر مخ بوځي.

هغه زياته کړه، ماینونه د ټولو پټ دښمن دی او باید په ګډه ورسره مبارزه وشي.

د ده په خبره، هغو کسانو چې د ماین پاکۍ پروګرام کې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي، باید اړوندې موسسې ورسره مالي مرسته وکړي.

هغه دا هم وویل چې د ماین پاکۍ پروسه سیاست پورې تړاو نه لري او نړیوال باید د دې پروسې ملاتړ وکړي او د تېر په څېر دې په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دی وایي، حکومت د ماین پاکۍ له پروګرامه ملاتړ کوي او له نړیوالو خیریه بنسټونو او ادارو څخه غواړي چې په دې برخه مرستې زیاتې کړي.

بل خوا په دې غونډه کې د هیلو ټروت ( hello trut) نړیوالې ماین پاکۍ موسسې رییسې ماریانا وویل، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیاته سیمه یې په ماینونو پوښل شوې او هم زیات تلفات لري.

د هغې په خبره، زیاته هڅه کوي چې د خلکو ژوند وژغوري او په دې برخه کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

نوموړې زیاته کړه، غواړي د افغان حکومت تر څنګ د ماین پاکۍ په برخه کې اساسي کارونه تر سره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې