مهترلام( پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): په جرمني کې مېشت ځینو افغان مېرمنو د لغمان ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې له ۵۲۰ بې وزله کورنيو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه ولایت د کډوالو چارو رييس مولوی غلام رحمن بلال حقاني پژواک ته وویل، دغه مرستې چې اوړه، غوړي، لوبيا، بوره، چای، ګاز ډبې او کمپلې په کې شاملې دي، نن پر ۵۲۰ کورنيو ووېشل شوې.
حقاني زياته کړه چې یاده مرسته په جرمني کې د مېشتو يو شمېر افغان مېرمنو له خوا شوې.
ده وويل چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، لس ليټره غوړي، اته کيلو لوبيا، اته کيلو بوره، يو کيلو چای، يوه څلور کيلويي د ګاز ډبه او دوه کمپلې ورکړل شوې.
login or register a new account.