ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې یوې راډیو د لرې پرتو سيمو زده کوونکو لپاره د «راډيويي ښوونکي» په نوم روزنيز پروګرام پيل کړی

خوست کې یوې راډیو د لرې پرتو سيمو زده کوونکو لپاره د «راډيويي ښوونکي» په نوم روزنيز پروګرام پيل کړی

author avatar
1 Jul 2022 - 23:29
خوست کې یوې راډیو د لرې پرتو سيمو زده کوونکو لپاره د «راډيويي ښوونکي» په نوم روزنيز پروګرام پيل کړی
author avatar
1 Jul 2022 - 23:29

خوست ښار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۱): خوست کې د هوا په نوم يوې ځايي راډيو د لرې پرتو سيمو زرګونه زده کوونکو لپاره چې ډېره برخه يې نجونې دي، د «راډيويي ښوونکي» په نوم روزنيز پروګرام پيل کړی دی.

خوست کې یوې راډیو دلرې پرتو سيمو زده کوونکو لپاره د «راډيويي ښوونکي» په نوم روزنيز پروګرام پيل کړی

د دغه راډيو مسوولين وايي،  د راډيويي ښوونکي په نوم د زده کوونکو لپاره د درسونو يوه ځانګړې لړۍ لري، چې په بېلابېلو وختونو کې خپريري ، په لرې پرتو سيمو کې يې ډېر زيات شمېر خلک تعقيبوي او زده کړې ترې کوي.

د (هوا) په نوم د دغې ځايي راډيو د نشراتو مسوول ايوب ياد وايي،  دغه پروګرام کې دوی سره شاوخوا زرګونه زده کوونکي ګډون لري چې له نيمايي ډېرې يې نجونې دي.

هغه د ياد ښوونيز پروګرام د درېيمې دورې د پای ته رسيدو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل ، د دې پروګرام په وسیله خلک کولی شي په کور او يا بل هر ځای کې په اسانۍ سره د راډيو له لارې زده کړې وکړي.

دی وايي: «نن مو پنځوس تنه تکړه زده کوونکي دعوت کړي وو او په ډاليو مو ونازول. ډېره لوړه کچه چې ده هغه خويندې دي چې په کورونو کې درسونه تعقيبوي. په اکثرو سيمو کې يا ښوونځي نشته او يا کلتوري محدوديتونه دي چې هغلته ښوونځيو ته نجونې نه پرې ښودل کيږي، نو په همدې خاطر موږ پریکړه وکړه چې بايد د راډيو له لارې داسې پروګرام رامنځته شي چې په کور کې د دوی لپاره موږ يو ښوونځی ترتيب کړو.»

د دغه پروګرام يو تن وړاندې کوونکي کمال شهزاده پژواک اژانس ته وويل، دوی دا پروګرام له صفر يا له الف او با پيل کړی چې اوس تر کلمو او جملو جوړولو رسيدلی او اوس زده کوونکي کولی شي په اسانۍ سره جملې جوړې کړي او ويې لولي.

هغه وويل د راتلونکي درېيم کتاب په ختمېدو سره به چې دوی يې د راډيو له لارې وړاندې کوي، ياد زده کوونکي به په روانه توګه ليک او لوست وکړای شي.

ده زياته کړه: «کله چې موږ ارزيابي د دوی اخلو او ډيری زده کوونکي چې موږ ته زنګونه کوي دوی ډېر ښه نظر لري او ښه خاطره لري. دغه درسونه چې دوی لپاره تکراريږي هغه درسونه يې په منظم ډول مکمل زده کړي وي.»

د خوست د لرې پرتې ولسوالۍ ځاځي میدان يو تن اوسيدونکي محمدهاشم چې دغه غونډه کې يې ګډون کړی و، پژواک ته وويل، د راډيويي ښوونکي په نوم ياد پروګرام څخه د خلکو بچيان په کورونو کې زده کړې کوي.

هغه وويل د شهزمينې په نوم د ده يوه لور چې مخکې په هيڅ نه پوهيده، خو د ياد ښوونيز پروګرام له برکته اوس له ليک او لوست څخه برخمنه شوې ده.

ده زیاته کړه «زموږ په کور کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی. دوه وخته يې تعقيبوي، لور مې د کور دوې نجونې نورې هم ورته کېښنولې، دوه يې وريرونه ورته کېښنول، ډېر ښه پروګرام دی.»

د عبدالرحمن ارين په نوم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي پژواک ته وويل خويندې يې که څه هم خويندې يې په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کوي، خو د يو چا نوم يې نه شو ليکلی.

هغه وايي، له کله نه يې د راډيويي ښوونکي پروګرام تعقيب کړی کولی شي د هر شي نوم په اسانۍ وليکي او ولولي.

نوموړي زياته کړه: «زه يوه غوښتنه د نورو رسنيو څخه هم لرم چې همداسې ښې او موثرې خپرونې په لار واچوي، ترڅو موږ ترې ګټه واخلو او زموږ خويندې له دې نوره هم برخمنې شي او سواد ترلاسه کړي.»

د لقمان په نوم د موسی خېلو يو تن اوسيدونکی بيا وايي دا چې په يو شمېر لرې پرتو سيمو کې د کلتوري محدوديتونو له امله نجونې ښوونځيو ته نه شي تللی، نو د دا ډول راډيويي پروګرامونو وړاندې کولو سره ډېر څه زده کولی شي.

 

Visits: 193

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.