منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۹ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ډنمارک افغانستان سره ۲.۵ میلیون ډالره مرسته کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۶ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱) : اروپایي هیواد ډنمارک د افغانستان د مرستو له صندوق سره تازه دوه نیم میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې اداره (اوچا) ددې خبر ورکولو ترڅنګ له ډنمارک څخه مننه کړې ده چې دا بشري مرستې یې کړې او د نورو مرستو غوښتنه یې هم کړې ده.

دغې ادارې پخپل ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي دي: «ډېره مننه ډنمارک چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق دوامدار بسپنه ورکوونکي یاست او له تازه ۲.۵ میلیون ډالر مرستو مو هم مننه.»

https://twitter.com/OCHAAfg/status/1546735594872741891?s=20&t=GE42I2-WN79dKgVy42Kf3Q

`

اوچا دا مرستې په افغانستان کې د بې وزلو د لاسنیوي په برخه کې مهمې ګڼي او ویلي دي چې اړمنو ته به د مرستو رسول روان ساتي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.

څه موده مخکې مرسته کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د ۲.۴ میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې وکړې. ملګري ملتونه وايي‌ چې د افغانستان د بشري‌ بحران د کنترولولو لپاره ۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد