کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له لوري د کابل په میربچهکوټ ولسوالۍ کې له سلګونه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کابل د والي وياند ضياءالله هاشمي د وږي په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل چې تېره ورځ د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له لوري له ٨٩١ اړو کسانو سر د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زياتوي چې د يادو کسانو سروې څه موده مخکې ترسره شوې وه.
نوموړي وويل چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، مالګه او نخود شامل دي.
د ده په وينا، څه موده وړاندې هم د کابل په مربوطاتو کې له زرو بېوزلو کسانو ته خوراکي توکي وېشل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن