منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ميدان وردګو کې د ۴١ ميليون افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۸ کتنې

ميدان ښار (پژواک، ٢٨ وږى ١۴٠١): د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټول‌ګټو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکه، استنادي دیوالونه او په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه شامل دي.

د یادو پروژو د پلې کولو چارو مشر نصیراحمد رشیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د چک ولسوالۍ په ګلي، محمدداد او لوړ خلیلي سیمو کې ٥٦٧ متره استنادي دیوال جوړېږي.

دغه‌راز ده وويل چې د یادې ولسوالۍ په کنجغتو سیمه کې د پاکو اوبو رسونې یوه شبکه هم جوړېږي.

هغه زياته کړه: «د عامه پوهاوي یا ظرفیت لوړونې پروګرام له لارې به هم په کلیوالي سیمو کې خلکو ته په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او همداشان بزګرو او بڼوالو ته مسلکي مشورې او روزنه ورکول کېږي.»

ده وویل چې پر يادو پروژو ٤١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د ملګرو ملتونو له لوري ورکول کېږي.

دغه‌راز د دې ولسوالۍ د ګلي کلي اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې له مودو ورسته یې په سیمه کې د بیارغونې چارې پيلېږي.

 هغه غوښتنه وکړه چې مسوولین باید د یادو پروژو له تطبیق څخه وخت په وخت څارنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه