ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د معمارانو او کارګرو کار ۵۷ سلنه او مزد یې  ۳۰ سلنه کم شوی

کابل کې د معمارانو او کارګرو کار ۵۷ سلنه او مزد یې  ۳۰ سلنه کم شوی

author avatar
6 Oct 2022 - 15:15
کابل کې د معمارانو او کارګرو کار ۵۷ سلنه او مزد یې  ۳۰ سلنه کم شوی
author avatar
6 Oct 2022 - 15:15

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښیي چې په کابل کې د روان هجري لمریز کال د پیل په پرتله، په منځنۍ کچه د معمارانو او کارګرو د مزد کچه ۳۰ سلنه او د کارموندنې کچه یې شاوخوا ۵۷ سلنه رالوېدلې ده.

د چارو شنونکي موسمي شرایط او د هېواد اقتصادي وضعیت د دې چارې لاملونه بولي او وایي، حکومت باید رغنیزې چارې پیل او انکشافي بودجه زیاته کړي او له خصوصي سکټوره هم ملاتړ وکړي، څو په هېواد کې د کارموندنې کچه لوړه شي.  

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د بې‌کارۍ کمولو او کارموندنې په موخه پر لنډمهالو او منځ‌مهالو طرحو کار کوي او د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.

د اکټوبر ۷مه، د مناسب کار نړۍ‌واله ورځ ده.

د کارګرانو اتحادیې پر دې ورځ له مناسب کار څخه د ملاتړ په موخه یو لړ پروګرامونه جوړوي او له دولتونو غواړي چې خلکو ته د مناسب کار زمینه برابره کړي او کارګران او بشري ځواک ته لومړیتوب ورکړي.

پژواک خبري اژانس په همدې مناسب د روانې تلې میاشتې په لسمه او یوولسمه د کابل ښار په څلور بېلابېلو سیمو (میرویس میدان، سرای شمالي، شهرنو، او تایمني) کې له سلو کارګرو او ۴۰ معمارانو سره مرکې کړې دي.

له هغوی مو وپوښتل چې اوس په اونۍ کې څو ورځې کار ورته پيدا کېږي؟ د نوي کال په پیل کې په اونۍ کې څو ورځې کار ورته پیدا کېد؟ او دغه‌راز اوس د ورځې څو افغانۍ مزد تر لاسه کوي او د روان هجري لمریز کال په پيل کې یې څومره مزد تر لاسه کاوه؟

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خلک په څلورو او نورو سیمو کې راټولېږي او خلک یې د کار لپاره د ورځني مزد په بدل کې له ځان سره بیایي. یاد شوي ۱۴۰ کسان – چې پژواک ورسره مرکې کړې دي – د همدغو کسانو له ډلې دي.

د معمارانو مزد

له یادو معمارانو څخه چې له پژواک سره یې مرکې کړې، پنځو کسانو د کال په پیل کې ورځنی مزد ۱۰۰۰ افغانۍ، پنځو نورو ۸۰۰ افغانۍ، ۱۳ یې ۷۰۰ افغانۍ، ۱۵ کسانو ۶۰۰ افغانۍ او دوو نورو ۵۰۰ افغانۍ ښودلی دی.

له دغو کسانو یوه د اوسني مزد کچه ۸۰۰ افغانۍ، درېیو کسانو ۶۰۰ افغانۍ، ۲۵ یې ۵۰۰ افغانۍ، درې نورو ۴۵۰ افغانۍ او اتو تنو ۴۰۰ افغانۍ ښودلې ده.

یادو شمېرو ته په پام، د روان کال په پیل کې د کارګرو د ورځني مزد منځنۍ کچه ۷۰۰ افغانۍ، خو اوس ۵۰۰ افغانۍ کېږي.

د معمارانو کار

له یادو څلوېښتو خټګرو، ۱۳ وایي چې د روان کال په پیل کې په اونۍ کې څلور ورځې ورته کار پیدا کېده، خو ۱۷ نورو ویلي درې ورځې، نهه تنو ویلي، دوې ورځې او یوه کس ویلي چې یوه ورځ ورته کار پیدا کېده.

له دغو کسانو یوه ویلي چې اوس ورته په اونۍ کې درې ورځې کار پیدا کېږي، خو ۱۶ نورو ویلي چې دوې ورځې او ۱۸ تنو ویلي یوه ورځ ورته کار پیدا کېږي. خو پنځو کسانو ویلي، کله داسې هم وي چې په اونۍ کې یوه ورځ هم کار نه شي موندلای.

یادو شمېرو ته په پام کابل کې د معمارانو لپاره کار د پخوا په پرتله له نیمایي ډېر کم شوی دی.

د کابل ښار ۱۷مې ناحیې اړوند سرای شمالي سیمه کې یو کارګرو محمدعمران چې سهار له لمانځه وروسته دغې سیمې ته د کار لپاره راغلی او د سهار تر نهه نیمو بجو د کار موندلو په تمه و، وایي چې د کال په لومړیو کې به یې په اونۍ کې شاوخوا څلور ورځې کار موندلای شو، خو اوس شاوخوا دوې ورځې کار موندلای شي او پاتې ورځې یې تش لاس کور ته ستنېږي.

عمران وایي چې د روان کال په لومړیو کې به یې د ورځې تر ۷۰۰ افغانیو مزد تر لاسه کاوه، خو اوس – چې کار کم شوی – تر ۵۰۰ افغانیو هم د کار له خاوند سره جوړجاړی کوي، څو یې کار له لاسه ولاړ نه شي.

دی وایي: «کور کې ۱۱ کسان را په غاړه دي، اوس کار ډېر نشته، خو مزدورکارانو ته د معمارانو په پرتله کار ډېر دی، زه هم صرفه نه کوم، کله چې وزګار پاتې شم د مزدورکار په توګه هم خلکو سره ځم، ترڅو خپلو بچیو ته ډوډۍ پیدا کړم.»

عمران وایي، ورځ په ورځ هوا سړېږي، د ژمي پرمهال د کورونو لګښتونه هم زیاتېږي، خو برعکس د کار کچه کمېږي او دا د ډېری افغانانو لپاره ستونزمنه ده چې په داسې شرایطو کې وکولی شي خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړي.

هغه وایي، د پخوا په پرتله امنیت راغلی، خلک هم خوښ دي، خو حکومت باید تر ډېره هڅه وکړي چې مرستې بې‌وزلو کسانو ته ورسېږي او وزګارو خلکو ته د کاروبار زمینه برابره کړي.

د کارګرو مزد

له سلو هغو کارګرو چې پژواک ورسره خبرې کړي، ۲۶ کسانو یې د نوي کال په پیل کې خپل مزد ۴۰۰ افغانۍ، ۴۴ تنو ۳۵۰ افغانۍ، ۲۷ یې ۳۰۰ افغانۍ او درېیو نورو ۲۵۰ افغانۍ ښودلی دی.

خو له دغو کسانو یوه یې ویلي چې اوس د ورځې ۳۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي، ۲۱ یې بیا خپل ورځنی اوسنی مزد ۳۰۰ افغانۍ، ۴۴ تنو ۲۵۰ افغانۍ، ۳۰ کسانو ۲۰۰ افغانۍ او څلورو تنو ۱۵۰ افغانۍ ښودلی دی.

د کارګرو کار

له سلو مزدورانو، په دې اړه چې د روان کال په پیل کې یې اونۍ کې څو ورځې کار موندلی شوی؛ یو تن پنځه ورځې، ۳۲ کسانو څلور ورځې، ۴۶ یې درې ورځې او ۱۹ کسانو دوې ورځې ښودلي، خو یوه تن ویلي چې کله، کله په اونۍ کې یوه ورځ هم کار نه شي موندلای.

له دغو کسانو په دې اړه چې اوس په اونۍ کې څو ورځې کار کوي؛ یوه تن درې ورځې، ۴۱ کسانو دوې ورځې، پنځوس تنو یوه ورځ ښودلې او اوو کسانو ویلي چې کله، کله په اونۍ کې یوه ورځ هم کار نه شي موندلای.

د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند په شهرنو سیمه کې یو مزدورکار عصمت‌الله وایي، دا مهال په ډېرې سختۍ کولی شي چې په اونۍ کې یوه ورځ د ځان لپاره کار پيدا کړي، خو د کال په لومړیو کې به یې تر څلورو ورځو هم کار کاوه.

دی وایي: «سهار وختي دلته راځو، دلته چې کله یو تن راشي، یو یا دوه کارګر به یې په کار وي، خو ټول به منډې ورپسې وهي، حتی کله، کله کارګر په ډېرو کمو پیسو هم زړه ښه کوي چې ورسره ولاړ شي.»

هغه وایي، پخوا به یو مزدورکار تر مازیګره تر ۳۵۰ افغانیو مزد تر لاسه کاوه او اوس د جوړجاړي خبره ده، خو  چې کار پیدا هم شي نو څوک تر ۲۵۰ افغانیو زیاتې نه ورکوي.

«موسمي شرایطو او اقتصادي بحران پر کار منفي اغېز کړی»

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي وایي چې په افغانستان کې کارونه معمولا موسمي او رغنیز وي؛ پسرلي کې ډېر وي، خو د هوا په سړېدو سره کار هم کمېږي.

دی وایي، په افغانستان کې چې کله هوا سړه شي ـ په تېره په ژمي کې – کار کمېږي، خو د بېکاره کارګرانو شمېر لوړېږي او له دې سره د کارګرانو ترمنځ یو ډول رقابت را منځته کېږي او د ورځني مزد د کچې رالوېدو لامل ګرځي.

خو دی زیاتوي، په افغانستان کې د وروستي سیاسي تحول له امله نه یوازې چې موسمي وزګارتیا زیاته شوې او شته، بلکې دلته د «ساختاري او اقتصادي بحران وزګارتیا» هم رامنځته شوې ده.

دی وایي چې په هېواد کې د سیاسي تحول له امله رغنیزې چارې تر ډېره درېدلې، اوس په افغانستان کې د بیکارۍ کچه هم له اتیا او ۹۰ سلنې زیاته ده او یو مزدور اړ دی چې د اړتیا له مخې پر حداقل مزد کار وکړي.

د هغه په وینا، پخوا به چې کله کارګر یو کار له لاسه ورکړ، نو یو بل کار ته به یې مخه کړه، خو اوس د بلې بوختیا موندل هم سخت شوي دي.

دی وایي، حکومت باید رغنیزې چارې پیل او انکشافي بودبجه زیاته کړي او له خصوصي سکټور څخه هم ملاتړ وکړي څو ورسره په هېواد کې د کارموندنې کچه لوړه شي.

«افغانستان کې کارګر له بد او ستونزمن حالت سره مخ دي»

د افغانستان د خواریکښو او کارګرو سراسري اتحادیې مشر ډاکټر لیاقت عادل وایي، سره له دې چې افغانستان د کار د نړۍوال سازمان غړیتوب هم لري خو په افغانستان کې کارګر له بد او ستونزمن حالت سره مخ دي.

دی وایي، په هېواد کې چې هر سیاسي تحول رامنځته کېږي، تر ټولو زیات کارګر ورسره اغېزمنیږي.

د هغه په وینا، که په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍوالې ټولنې مرستې په افغانستان کې په سمه توګه لګول شوې وای او بنسټیز کارونه شوي وای، نو اوس به د افغانستان کارګر له دغه بد حالت سره مخ نه وو.

دی وایي، اوس هم اړتیا ده چې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍواله ټولنه د افغانستان کارګرانو ته ځانګړی پام وکړي او د ستونزو د حل لپاره یې بنسټیز کارونه تر سره شي، څو په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته شي.

دغه موضوع مو له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره هم شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه د لنډمهالو او منځمهالو طرحو پر جوړولو کار کوي او د سکټوري وزارتونو او اړوندو ادارو له متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.