ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د کانال پاکولو په پروژه کې له زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

زابل کې د کانال پاکولو په پروژه کې له زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

author avatar
16 Oct 2022 - 17:50
زابل کې د کانال پاکولو په پروژه کې له زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
author avatar
16 Oct 2022 - 17:50

کلات (پژواک، ۲۴ تله، ۱۴۰۱ ): د زابل په مرکز کلات کې نن د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په ملاتړ، ۱۶۸۰ کسانو ته د کانال پاکولو په پروژه کې د کار زمینه برابره شوه.

دغه پروژه د افغاني ټولنې د روغتيا او بیارغونې موسسې له خوا پلي کېږي چې چارې به يې په یوه میاشت کې بشپړې شي.

د یادې موسسې ولایتي مسوول انجنیر محمدرحیم عابد پژواک ته وویل: «په دې پروژه کې د مرکز کلات د لیککو، عسی زي، بارکورزي او لنډي کانالونو د پاکولو چارې شامل دي چې ټول ۴۸ کیلومټره کېږي او ۱۶۸۰ کسانو ته د ۴۰۰ افغانيو ورځني مزد په بدل کې د کار زمینه برابره شوې ده.»

ده وویل چې یاده پروژه به د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه شي.

د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر د یادې پروژې د پيلېدو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو له امله خوښي څرګنده کړه.

ده زیاته کړه، دا نېک کار دی چې له یوې خوا زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له بلې خوا د خلکو لپاره کانالونه پاکېږي.

دسیمي اوسیدونکي هم د دې پروژې له پيلېدو خوښ دي او له حکومته غواړي چې دا ډول کارونه دې زیات کړي.

د کلات اوسېدنکي بسم الله چې په یاده پروژه کې د کار زمینه ورته برابره شوې پژواک خبري آژانس ته وویل: «په کلات ښار کې وروستیو پرله پسې اورښتونو او سیلابونو زموږ کانال ډک کړی او خلکو يې د بېرته رغولو وس نه درلود؛ اوس له نیکه مرغه دغه کانال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پاکېږي او زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.»

د لیککو کلي اوسیدونکي حکمت الله لیککوال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د دې اقدام هرکلی وکړ، خو له حکومت او نړیوالو مرستندویو بنسټونو يې وغوښتل چې د دوی د سیمې د خلکو ژوند ښه کېدو ته دې پاملرنه ډېره کړي.

ده وویل چې د وروستیو سیلابونو له امله دغه کانال ډک شوی او د خلکو کښتونو او کروندې وچ شوي دي.

د یادوني وړدهچې دا کانالونه د کلات ښار سويل لوري ته موقعیت لري او له ترنک سینده اوبه ورځي.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.