ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ویسټ: واشنګټن اوس له کابل سره د باور جوړولو پر لور روان دی

ویسټ: واشنګټن اوس له کابل سره د باور جوړولو پر لور روان دی

author avatar
22 Oct 2022 - 00:59
ویسټ: واشنګټن اوس له کابل سره د باور جوړولو پر لور روان دی
author avatar
22 Oct 2022 - 00:59

اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، امریکا له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې ده؛ خو ټینګار یې کړی، واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي ځالې بدل شي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا غږ له اردو څانګې سره په ځانګړې مرکه کې کړې او ویلي چې امریکا له افغان سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره د درېیمګړي هېواد منځګړیتوب ته اړتیا نه لري، بلکې غواړي له هغوی سره نېغ په نېغه په اړیکو کې وي.

ویسټ د تعامل په برخه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «که ریښتیا ووایم، فکر کوم چې له طالبانو سره د خبرو لپاره درېیم هېواد ته اړتیا نه لرو. زه له طالبانو سره په منظمه توګه تماس کې یم او د متحده ایالتونو په حکومت کې زما نور همکاران له طالبانو سره په تماس کې دي. زه فکر کوم چې دا اړیکه باید مستقیمه وي، زه فکر نه کوم چې موږ دریېم هېواد ته اړتیا ولرو.»

د هغه په وینا، واشنګټن اوس له کابل سره د باور جوړولو پر لور روان دی؛ خو پرته له شکه، په افغانستان کې د متحده ایالتونو تر ټولو لویه ملي ګټه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټن‌ځای بدل نه شي.

د امریکا ځانګړي استازي دغه‌‎راز منلې چې د روان کال د جون په وروستیو کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، امریکایي چارواکو دوې اونۍ وړاندې د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سرپرست حکومت سره نېغ په نېغه خبرې وکړې.

هغه مهال امریکایي رسنیو خبر ورکړی و چې په دې خبرو کې د امریکا د استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) مرستیال او د افغانستان د استخباراتو مشر هم ګډون کړی و.

خو ویسټ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې نه غواړي په دې غونډه کې د نورو امريکايي چارواکو شتون تائيد او يا رد کړي.

د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې په دوحه کې له سرپرست حکومت سره د خبرو پرمهال د ښځو حقونه، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړولو په ګډون مسایل د خبرو اترو عمده برخې وې.

هغه زیاته کړې: «موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پراخې خبرې وشوې. د القاعدې په اړه زموږ د اندېښنو ترڅنګ، له داعش سره د طالبانو د مبارزې په اړه مو هم خبرې وکړې. داعش د امريکا او ټولو افغانانو ګډ دښمن دی.»

ویسټ وایي: «زه فکر کوم چې طالبانو هم څرګنده کړې چې دا د دوی جګړه او مبارزه ده او د دوحې د هوکړې له مخې دوی ویلي چې دوی پر خپلو ژمنو عمل کوي چې ترهګر موږ او زموږ متحدینو ته ګواښ نه پېښوي.»

ویسټ په دغه مرکه کې ویلي، امريکا د افغانستان لا با ثباته کېدو سره ژوره لېوالتيا لري، خو ټينګار يې وکړ: «زموږ په اند او فکر کوو د سيمې نظر هم دی، موږ بايد د طالبانو او د هغو افغانانو ترمنځ د ملي سیاسي خبرو اترو د پیلېدو شاهد واوسو چې د هېواد له مثبت بدلون څخه ملاتړ کوي.»

د هغه په وینا، په افغانستان کې خبرې اترې باید ډېرې جوړونکې وي او «د بهرنیو ځواکونو له خوا تحمیل نه شي، د متحده ایالتونو دنده نه وي چې دغه ډول ډیالوګ طرحه کړي؛ افغانان یې باید طرحه کړي.»

د متحده ایالتونو دغه جګپوړي چارواکي زياته کړه چې په تېر کال کې د افغانستان له خاورې په تېره بيا د داعش له خوا د تاجکستان، ازبکستان او پاکستان پر خلاف ترهګریز بريدونه شوي دي چې د امريکا د جدي اندېښنې لامل دي او بايد د دغه شان بريدونو مخه ونيول شي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.

Views: 245

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.