اټلانټا (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): قطر د فوټبال نړۍوال جام پیلېدو له امله د دغه هېواد له لارې امریکا ته د افغانانو د تخلیې پروګرام دروي، خو امریکا وایي چې ورته متبادلې لارې لټوي.
ټاکل شوې چې د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د نومبر له ۲۰مې څخه د ډسمبر تر ۱۸مې پورې په قطر کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، دا چې د نړۍوال جام سیالۍ نږدې شوې دي، قطر د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي چې د افغانانو د تخلیې پروسه دې د دغه هېواد له لارې ودروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې قطر ترې دغه غوښتنه کړې، خو ژمنه یې وکړه چې دوی به د افغانانو د ایستلو بهیر ته ادامه ورکوي.
هغه زیاته کړې : «موږ د قطر ملګرتیا ته د قدر په سترګه ګورو؛ موږ تر نړۍوال جام وړاندې پر شونو لوژستیکي خنډونو خبرې کړې دي. موږ چمتو یو چې له اړتیا سره سم د بدیلو لارو چارو په مرسته دغه مهمه موخه کې خپل توان له لاسه ور نه کړو.»
پرایس ویلي، همدا اوس له اصلي او نورو موقعیتونو الوتنې روانې دي. یوه الوتنه له کابله هم ترسره شوې او دوی به پر خپلې خبرې ولاړ پاتې وي چې له افغانستانه وتونکو خلکو سره به هر هغه څه کوي چې په بل ځای مېشت کېدنه کې ورسره مرسته کوي.
بلخوا، ځینو رسنیو خبر ورکړی چې روسیې او نورو هېوادونو د خپلو جګړو لپاره له پخوانیو افغان کومانډویانو د پیسو په بدل کې ګټه اخلي او جذبوي یې. په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، که څه هم دغه راپورونه نه شي تاییدولی او تصور نه شي کولی چې ولې دې یو څوک په یوه خپلواک هېواد، اوکرایین کې د روسیې د ولسمشر پوتین جګړه مخته یوسي، خو دغه افغانان د اعلان شوو پروګرامونو له لارې کولی شي امریکا ته ولاړ شي.
دی وایي: «یوازې دا ویلی شم چې امریکا ته د افغانانو د تللو لپاره ګڼې لارې شته. د SIV پروګرام هغو افغانانو ته دی چې په افغانستان کې د امریکا په شل کلنې پوځي ښکېلتیا کې یې ملګرتیا کړې، خو ورسره امریکا ته د کډوالۍ په اصطلاح د P1او P2 پروګرامونه هم شته چې راجع شوي وړ کسان باسي.»
وروسته له دې چې تېر کال طالبانو کابل ونیوه، که څه هم د پېښ شوي وضعیت لپاره چمتووالی نه و خو امریکا او ملګرو هېوادونو یې په بېساري اقدام کې زرګونه افغانان خپلو هېوادونو ته وایستل.
د یادونې ده چې تېر کال په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، امریکا او نورو متحدینو یې د تخلیې پروګرام له لارې د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده .
په لومړي سر کې لسګونه زره افغانان د کابل هوایي ډګر له لارې په پوځي الوتکو کې وایستل شول، خو وروسته دغه بهیر د اسلاماباد او ایران له لارې هم پیل شو چې تر اوسه ادامه لري.
د تخلیې له بهیره د قطر لاس په سر کېدل د ډېرو هغو افغانانو سفر په میاشتو ځنډولی شي چې ټاکل شوې وه د دوحې په مرسته له افغانستانه ووځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








