منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

میدان وردګ کې له زرګونو اړو کورنیو او مالدارانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۱ کتنې

ميدان‌ښار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): په میدان وردګو کې له ۳۳۱۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او له زرو مالدارانو سره د څارویو لپاره یې د خوړو مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ له ۳۳۱۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچينې ويلي، هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵۵ لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرامه دال او ۰.۵ کیلوګرامه مالګه ورکړل شوه.

دغه‌راز د میدان وردګو په مرکز میدان‌ښار کې نن د مسلکي روزنې او بیارغونې موسسې(STARS)  له خوا له زرو مالدارانو سره د څارویو لپاره یې د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې هر مالدار ته د هغو د څارویو لپاره ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکړل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه