کلات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن ماسپښین دوه بجې د کلات اړوند د جلدک په سیمه کې د یوه بایفور موټر چپه کېدو له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه، له دې پېښې ولایتي روغتون ته یو جسد او ۱۷ ټپیان وروړل شوي چې په ټپيانو کې د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دی وايي، پېښه د موټرچلوونکي بېاحتیاطۍ او تېز تګ له امله شوې ده.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم په کلات ښار کې ترافیکي پېښه شوې وه او د یوه مازدا او ټېلر موټرو د ټکر له امله ۳۲ کسان ټپيان شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










