ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې متقاعدین: د دوو کلونو معاش مو نه دی اخیستی

فراه کې متقاعدین: د دوو کلونو معاش مو نه دی اخیستی

author avatar
29 Nov 2022 - 14:45
فراه کې متقاعدین: د دوو کلونو معاش مو نه دی اخیستی
author avatar
29 Nov 2022 - 14:45

فراه (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په فراه ولایت کې یو شمېر تقاعد شوي کسان ادعا کوي چې له دوو کلونو راهیسې يې معاش نه دی اخیستی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند رج کلي اوسېدونکي ډګروال رحمت‌الله پژواک ته وویل، ۴۵ کاله يې خدمت کړی، خو اوس د تقاعد معاش نه ورکول کېږي.

ده زیاته کړه چې ۱۶ کسیزه کورنۍ يې د ګټې بل څوک نه لري او تمه يې یوازې خپل معاش ته ده چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې يې نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د متقاعدینو معاشونه دې ژر تر ژره ورکړي؛ ځکه په وینا يې چې دغو خلکو ټول عمر خدمت کړی او دا يې حق دی.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی فضل‌الحق – چې اوسمهال په فراه ښار کې خلکو ته عريضې لیکي – هم وايي چې پر حکومت يې د دوو کلونو معاش پاتې دی.

ده وویل: «کلونه کلونه مې په نظام کې د ولس او وطن خدمت وکړ، خو اوس د نادارۍ له وجې عریضه نویسي کوم.»

نوموړي هم له حکومته وغوښتل چې د تقاعد شوو کسانو معاشونه دې نور نه ځنډوي او ژر تر ژره دې يې ورکړي.

بلخوا، د فراه مستوفیت ډاډ ورکوي او وايي چې د متقاعدینو معاش به په نږدې رتلونکي کې ورکړل شي.

د یاد ولایت مستوفي مولوي عتیق‌الله خالد وویل: «د متقاعدینو معاش په وزیرانو شورا کې تایید شوی، یوازې د امیرالمؤمنین تایید ته منتظر دی او له تایید وروسته به معاشونه ورکړل شي.»

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.